کابل کې یوه طالب د بي بي سي خبریالې پوښتنې ځواب کړې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له طالب سره د یوې خبریالې مرکه

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ تر اوربند وروسته د وسله والو طالبانو ګڼ غړي د هېواد ښارونو ته تللي او ان کابل کې هم د اختر دوو ورځو کې ګرځېدل. د بي بي سي ملایکې احمدزۍ د کابل باغ بالا کې له یوه طالب سره مرکه کړې ده.

یوه ډله طالبان، چې پر موټر سایکل سپاره وو، د کابل پوليتخنیک پوهنتون مخې ته څلورلاري کې د بي بي سي د ځینو پوښتنو ځوابولو ته ودرېدل.

له دوی نه یوه طالب، چې د نورو پرتله مشر ښکارېده، وویل، "موږ خاص د خدای لپاره راوتلي یو، چا موږ ته پسې نه دي راکړې، موږ د پاکستان لپاره نه یو راوتلي. تر هغو چې دلته امریکایان وي، زموږ جګړه به دوام لري."

دی وايي، تر هغو چې هېواد کې بهرني ځواکونه وي، د سولې په اړه څه نه وايي او د هغوی له وتلو وروسته به د سولې خبرې وکړي.

ده وویل، د اوربند له غځېدو خوښ دی، غواړي دوام وکړي؛ ځکه چې د افغانستان خلک ازاد وګرځي.

امریکا: له طالبانو سره د سولې خبرو کې ګډون ته چمتو یو

ولسمشرغني: د اختر پر څلورمه به اوربند تمدید کړو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره ولیدل

کله چې له هغه وپوښتل شول، هغه ځواکونه چې اوس تاسو ته د ورور خطاب کوي، که اوربند پای ته ورسېږي ایا تاسو به پر دوی د ټوپک خولې ورواړئ؟

د نوموړي ځواب دا و چې "اردو باید له موږ سره یوځای له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو کې له موږ سره یوځای شي."

هغه وویل، هغه افغان ځواکونه چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ وي، د طالبانو له بریدونو به خوندي نه وي.

د کوچني اختر له لومړۍ ورځې راهیسې وسله وال طالبان د افغانستان ځینو ښارونو ته ولاړل او د افغان دولت تر واک لاندې سیمو کې یې له امنیتي ځواکونو او عامو خلکو سره اختر مبارکي وکړه او سیلفي عکسونه یې واخیستل.

تېره ورځ، د افغانستان ختیځ ننګرها ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو پر یوې غونډې، چې د اوربند لمانځلو په پار جوړه شوې وه، ځانمرګي برید لږترلږه ۲۵ کسان ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل، چې مسؤولیت یې "اسلامي دولت" ډلې واخیست.

Image caption له دوی نه یوه طالب، چې د نورو پرتله مشر ښکارېده، وویل، "موږ خاص د خدای لپاره راوتلي یو، چا موږ ته پسې نه دي راکړې، موږ د پاکستان لپاره نه یو راوتلي. تر هغو چې دلته امریکایان وي، زموږ جګړه به دوام لري."

د اختر پر درېیمه هم جلال اباد ښار کې د والي دفتر ته څېرمه ځانمرګي برید تر لسو ډېر کسان ووژل.

له دې برید وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې "د دا ډول وحشتناکو پېښو د مخنیوي لپاره وسله والو طالبانو خپلو ټولو جنګیالیو جدي هدایت کړی چې له خپلو سنګرونو نه د دښمن تر واک لاندې سیمو ته وانه وړي."

خو نن (د اختر درېیمه) چې د طالبانو له خوا د لنډمهالي اوربند وروستۍ ورځ ده، د کابل بېلابېلو برخو کې طالبان ګرځېدل.

ورته مطالب