د هلمند سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومټره پلي تګ وروسته کابل ته رسېدلی

.

د هلمند د سوله غوښتونکو کاروان تر ۳۶ ورځني مزله او ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته نن کابل ته رسېدلی دی. د دغه اوه کسیز سوله ییز خوځښت د غړو شمېر تر ۱۰۰ رسېدلی دی.

د روژې لوږې او تندې د دغو سوله غوښتونکو مزل اوږد کړ او کابو ۳۶ ورځې یې پلی مزل وکړ.

دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو هم را تېر شول او په هر کلي او بانډه کې یې د سولې په بهیر کې د همکارۍ نعرې ووهلې.

د دغو سوله غوښتونکو په ډله کې داسې کسان هم شته چې جګړو زیانمن یا معلول کړي دي.

Image caption لعل محمد زهیر کابو پنځه کاله وړاندې په یوه چاودنه کې خپلې سترګې له لاسه ور کړې دي

۲۲ کلن لعل محمد زهیر چې د ماین په چاودنه کې یې غبرګې سترګې ړنډې شوي، بي بي سي ته وویل، افغانستان کې د سولې ټينګېدو په هیله له دغه کاروان سره یو ځای شوی دی.

لعل محمد زهیر پنځه کاله وړاندې په یوه چاودنه کې خپلې سترګې له لاسه ور کړې او خور یې پکې ووژل شوه.

هغه اوس له خپلې سپین سرې مور سره په غریبۍ خو د ډزو تر غږونو لاندې ژوند کوي.

هغه وايي، د سولې د ټینګښت لپاره د خلکو ارادې ته اړتیا ده.

ښاغلی زهیر د دغه کاروان یوازیني دردېدلی برخه وال نه دی.

د دوی په ډله کې داسې کس هم شته چې لا یې په سینه کې سړه شوی مرمۍ په ځان کې دي، پر دواړو پښتو معلول دی او د چکشونو په زور یې له هلمنده تر کابله پر اوږده لار پلی مزل کړی دی.

لعل محمد ظهیر وايي، که د پښو ټناکو یې په کابل کې نتیجه نه لرله، نو شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول د بلخ پر لور به وخوځېږي.

انګېزه

د نوي لمریز کال په ورځو کې په لښکرګاه کې د غېږ نیونې لوبه کې، چې لېدو ته یې ګڼ شمېر خلک او ماشومان هم ورغلي وو، ځانمرګی برید وشو، چې ۱۳ کسان یې ووژل او ډېر شمېر نور ټپیان شول. له هغه وروسته د اقبال خیبر په ګډون ځینو کسانو د اعتراض خیمې لاندې پرلت وکړ.

Image caption د سولې کاروان غړي د لارې په اوږدو کې د خلکو له تاوده هر کلي سره مخامخ شوي

د دوی غوښتنه په هلمند کې د اوربند رواستل وو. دې بهیر څو اونۍ دوام وکړ، پرلتوالو، لوږتړ (د نه خوړو اعتصاب) وکړ، خو وايي، چا یې غږ وانه ورېد.

دې ناهېلۍ دا ډله اړ کړل چې له لښکرګاه تر موسی کلا پلي مزل وکړي او طالبانو ته خپله غوښتنه مخامخ ووایي، چې په وینا یې هرکلی یې و نه شو. وروسته د سولې کاروان خپله مخه د کابل لوري ته کړه.

ورته مطالب