دفاع وزارت: د اوربند موده کې ښارونو ته تللي نیمايي طالبان پاتې شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان حکومت او وسله والو طالبانو د کوچني اختر درې ورځې اوربند کړی و

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هغه طالبان چې د اختر د اوربند پر مهال ښارونو، په ځانګړې توګه کابل ښار ته تللي ول نیمايي هلته پاتې شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل دوی ښار ته د ننوتلو په دروازو کې وسله وال راجستر کړي ول او وسلې یې هم ترې اخیستې وې.

ښاغلی رادمنش وايي "په هر ښار کې تر زرو ډېر ننوتلي دي چې ځینې یې له ښارونو وتلي او ځینې یې پاتې دي."

د ده په وینا کابل ته له شاوخوا ۲۴۰۰ طالبانو ورغلي ول چې تر زرو ډېر يې پاتې شوي او غواړي له خپلوانو او کورنیو سره په سوله کې ژوند وکړي.

افغان حکومت تر کوچني اختر وړاندې یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه، خو دا تمه نه کېدله چې طالبان دې ښارونو او پلازمېنې ته د اختر لمانځلو لپاره ولاړ شي.

ښاغلي رادمنش بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دوی تر څارنې لاندې دي او امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

Image caption د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل دوی ښار ته د ننوتلو په دروازو کې وسله وال راجستر کړي ول او وسلې یې هم ترې اخیستې وې.

دې ته په کتو افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اختر په دوهمه ورځ په خپله وینا کې وویل چې دې اوربند ټول حیران کړي او سولې ته یې د افغانانو ژمنتیا ثابته کړه.

که څه هم وروسته له دې چې ولسمشرغني د اوربند موده تمدیده کړه او له طالبانو یې هم وغوښتل چې ورته کار وکړي، خو وسله والو طالبانو د اختر تر دریېمې ورهاخوا اوربند تمدید نه کړ او پر څلورمه یې په ځینو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو وسله وال برید پیل کړ.

لویو ښارونو د طالبانو د وسله والو طالبانو تګ یو شمېر خلک اندېښمن کړل خو د دفاع وزارت وايي چې ښارونو ته له ننوتلو وړاندې یې وسلې ترې ټولې کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب