د رنګونو ژبه: په هرات کې انځورګري

انځورګري

هرات چې څو پېړۍ د انځورګرۍ مرکز پاتې شوی، په نهمه هجري پېړۍ کې د انځورګرۍ د یوه داسې مرکز بنسټ کېښود چې تراوسه د هرات هنري مکتب په نوم یادېږي.

دا مکتب چې د ختیځ د وتلي انځورګر کمال الدین بهزاد له نوم سره تړلی، د مینیاتورۍ په ډګر کې مهم شهکارونه رامنځ ته کړي دي.

سره له دې چې هرات د ختیځې مینیاتورۍ یو مرکز و، خو په ځانګړې توګه په تېرو ۱۰۰ کلونو کې دلته لویدیځه انځورګري هم په موازي شکل پر مخ تللې ده.

اوس نه یوازې په هرات کې مینیاتوري ژوندۍ ساتل شوې، بلکې مډرنه انځورګري او ترڅنګ یې ګرافیکي تصویرجوړونه هم شته.

مینیاتور او اعتراض

مینیاتور چې په ډېرو کوچنیو ابعادو کې ظریفه انځورګرۍ ته ویل کېږي، په میناتور کې بعد یا واټن او د تصویر ژورتیا نه شته. منظرې خیالي دي او واقعي طبیعت ته ورته والی نه لري. دا یو ډول عرفاني او شاعرانه انځورګري ده.

د هرات پېژندل شوی مینیاتوریست عبدلناصر صوابي وایي، دا هنر پخوا اشرافي و، خو اوس پکې ټولنیز مسایل منعکس کېږي.

تذهیب د کتابونو د پاڼو پر څنډو د ډېرو ظریفو تزینیي کرښو او نقشونو انځورګري ده چې په هرات کې له پېړیو راهیسې رواج و.

تذهیب تل د مینیاتور یوه څانګه بلل شوې، خو اوس چی خطي نسخې او کتابونه نه کارول کېږي د دې هنر د برخلیک په تړاو هم پوښتنې راپورته شوې.

هراتی تذهیب کار عبدالناصر صوابي ادعا کوي، چې په لومړي ځل یې تذهیب له کتابه بهر، د یوه مستقل هنر په توګه مطرح کړی دی:

''په تېرو ۲۰ کلونو کې مې پرلپسې کار کړی چې د تذهیب هنر چې پخوا به یوازې په کتابونو کې لیدل کېده د کتاب له انحصاره وباسم . تذهیب باید د یوه بل هنر په څنډو کې تش زینتي رول ونه لري. موږ هغه ظریف نقشونه چې پخوا به یوازې د کتابونو په حاشیو کې لیدل کېدل اوس په داسې لویو ابعادو کې انځوروو چې په دیوال ځړول کېږي او ټول یې لیدلی شي. ''

د هرات انځورګري د لویدیځ هنر په رڼا کې

که څه هم په هرات کې پدې وروستیو کې مډرنه انځورګري هم رواج شوې خو یو شمېر انځورګران وایي چې ډېر خلک تراوسه طبیعت ته نژدې کلاسیک انځورونه خوښوي.

دا هنرمندان ادعا کوي چې لا تراوسه د افغانانو هنري ذوق، د مډرنو آثارو سره بلد شوی نه دی او هغه آثار خوښوي چې طبیعت ته په کتو سره رامنځ ته شوې وي.

محمد ابراهیم حبیبي یو له هغو انځورګرانو څخه دی چې وایي هڅه کوي د رنګونو په وسیله، تر ډېره د افغانستان لرغونی دودونه ثبت کړي.

ښاغلی حبیبي وایی:

''موږ د خط، فورم او رنګ په وسیله باید خلکو ته یو مفهوم ولیږدوو، خو دا مفهوم او پیغام باید په داسې شکل ولیږدوو چې خلک پری پوه شي او دوی وکولی شي اخځ ترې واخلي. خلک په طبیعت کې ژوند کوي او هغه شیان خوښوي چې په طبیعت کې یې ویني او انس ورسره لري.

خو یوشمېر داسې هنرمندان هم په هرات کې شته چې برعکس له کلاسیکې انځورګریۍ مډرنې هغې ته اوښتي.

Image caption د ګرافیکي انځورجوړونې ښوونکی مهدی حفیظي وایي، ګرافیک د تصویر په ژبه د یوې مانا او مفهوم لیږدول دي

نوید فضلي د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو ښوونکی چې مډرنه انځورګري خوښو D دا مني چې د مډرنې انځورګرۍ تابلوګانې خلک نه خوښوي، خو وایي دی په دې پسې نه ګرځي چې ټولنه یې کار مني که نه، بلکې غواړي د مډرن هنر له چټک کاروانه شاته پاتې نه شي .

ښاغلی فضلي په دې باور دی چې که خلک مډرن آثار نه خوښوي لامل یې په دې آثارو کې ښکلا نشتوالی نه دی بلکې په وینا یې د خلکو هنري ذوق همداسې پاتې شوی دی.

په مډرنه انځورګرۍ کې تصویرونه طبیعت ته ورته والي نه لري، تر ډېره سمبولیکه هنری ژبه لري او هنرمن پکې خپله ایډیا او تخیل انځوروي.

ښاغلی فضلي وایي:

''یو حقیقت دا دی چې تراوسه زموږ مخاطب د کلاسیک یا ریالیستیکې انځورګرۍ له هنره موړ شوی نه دی. زموږ مخاطب تراوسه هم آن د کلاسیکې نقاشۍ آثار دومره ډېر نه دي لیدلي چې اشباع شي. نقاشي اوس آن هغه ځای نه دی موندلی چې پخوا یې درلود، دا خو لا پرېږده چې یو هنرمن راشي، سپنج په رنګ ککړ کړي، پر بوم یې وپاشي او ووایي چې کېدای شي داسې هنری اثر هم رامنځ ته شي! ''

ګرافیک او تود بازار یې

Image caption هراتی تذهیب کار عبدالناصر صوابي ادعا کوي، چې په لومړي ځل یې تذهیب له کتابه بهر، د یوه مستقل هنر په توګه مطرح کړی دی

دا وروستیو کلونو کې د ګرافیک هنر یعني په انځوریزه ژبه د یوه مفهوم د لیږدولو لپاره د عادي انځورګرۍ او کمپيوټري سافټ ویرونو هممهاله کارول رواج شوي دي.

ګرافیک یعنې د انځوریزو علایمو په وسیله د یوه پیغام یا مفهوم رسول د تاریخ تر ټولو پخوانۍ هنر دی، خو د عادي انځورګرۍ او کمپيوټري سافټ ویرونو د هممهاله کارولو په نتیجه کې د یوه تصویري اثر رامنځ ته کول تر ټولو ځوان هنر دی.

د ګرافیکې انځورجوړونې ښوونکی مهدي حفیظي وایي:

''ګرافیک د تصویر په ژبه د یوې مانا او مفهوم لیږدول دي. له نېکه مرغه تصویر د ژبې او لغاتو پر تله د تفهیم لپاره زیات موثر دی. د بېلګې په ډول پيکتو ګراما که په پام کې ونیسو او یا د ترافیکي علایمو انځورونه، ډېر خلک یې په مانا پوهېږي. ''