ولسمشر غني: طالب مشر سره هر ځای خبرو ته چمتو یو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر غني: طالب مشر سره هر ځای خبرو ته چمتو یو

افغان ولسمشر اشرف غني نن كابل كې د هلمند سولې لاريونيانو سره وکتل. ښاغلي د هلمند سولې کاروان ته وويل که طالبان اوربند ته غاړه کېږدي، دی چمتو دی چې یو کال یې نور هم وغځوي. دغه کسان چې نژدې څلوېښت ورځې مخکې له هلمنده کابل ته روان شوي وو، له اوږده ستړي کوونکي مزله وروسته پرون پلازمېنې کابل ته ورسېدل. په ورته وخت کې افغان دفاع وزارت ادعا کې چې د اوربند پرمهال ښارونو د تللو طالبانو نیمايي بیرته جګړې ته نه دي ستانه شوي. نور ګل شفق نور حال راکوي.