جنرال مېلر: د پاکستان کړنو کې تناقض شته، خو رول یې مهم دی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال مېلر د لوګر له پخواني والي نیاز محمد امیري سره

جنرال سکاټ مېلر چې ټاکل شوې افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشري په غاړه واخلي وايي افغانستان کړکېچ سره مخامخ دى، د دغه هېواد گاونډيان، د طالبانو د ولکې سيمې پراخېدل، افغان ځواکونو ته اوښتونکې مرگژوبله، د خوړو نشتوالى او سياسي فساد هغه ننگونې دي چې اړتيا ده ورته پام وشي.

ښاغلي مېلر سنا جرگې ته د څرگندونو پر مهال د روانې شخړې هواري کې د پاکستان رول مهم وباله. هغه وويل سره له دې چې د پاکستان په کړنو تناقض تر سترگو کېږي، خو رول يې مهم دى او په دې برخه کې ترې تمې ډېرې دي. ښاغلي مېلر زياته کړه پاکستان کې د اورپکو پټنځايونه برى ستونزمنوي او بايد له منځه يوړل شي.

ټاکل شوې جنرال سکاټ مېلر راتلونکي پسرلي کې رسما" د جنرال جان نيکولسن ځاى ناستى شي.

* جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان غوره شوی

* سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومټره پلي تګ وروسته کابل ته رسېدلی

* ولسمشر غني: طالب مشر سره هر ځای خبرو ته چمتو یو

جنرال مېلر چې کانگریس کې د نوموړي د نوې دندې د تاييد استماعيه غونډې ته وينا کوله وويل، افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جگړې د پاى لپاره نېټه نه شي ټاکلى:

"منم چې اوولس کاله ډېر اوږد مهال دى. زه د جگړې ته د پاى ټکي اېښودو لپاره د يوې نېټې تضمين نشم کولى. په جگړې د بدلون ټکي خبره هم نشم کولى مگر دا چې رښتيا داسې څه رامنځته شي چې زه يې په تړاو رپوټ ورکړم."

خو نوموړي ټينگار وکړ چې امريکايي ځواکونه بايد اوږدې مودې لپاره افغانستان کې مېشت وي تر څو امريکا ته د ترهگرۍ شته گواښ له منځه لاړ شي.

نوموړي داعش او القاعده ډلې د امريکا پر وړاندې د گواښ په توگه يادې کړې خو د طالبانو نوم يې ياد نه کړ.

د انځور حقوق Getty Images

جنرال مېلر وويل ان که افغانستان کې امريکا ته شته گواښونه له منځه لاړ شي، بيا هم افغان جگړه يوازې له پوځي لارې نه شي گټل کېداى. نوموړي پر سياسي حل ټينگار کاوه او ویې ويل چې دوى يې ملاتړي دي.

هغه د امريکايي سناتورانو دې وينا ته چې په افغانستان کې ځينو کړيو د حکومت له لوري پر اعلان شوي يو اړخيز اوربند نيوکې کړي وويل، څومره چې تاوتريخوالى کمېږي هومره ښه خبره ده:

"زما له نظره هر څه چې يوې مودې لپاره تاوتريخوالى کموي پايله يې مثبته وي. دا په دې مانا ده چې خلک په خپلو کې خبرې کوي. اوس ۱۰ ورځنى اوربند پيل شوى، و به گورو چې د تاوتريخوالي کچه زياتېږي او که د دغې جگړې په تاريخ کې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېږي."

ورته مطالب