زابل: ځايي اوسېدونکي د سولې له غوښتنې سره لارو کوڅو ته وتلي

زابل

د عکس سرچینه، مسعود رښتین

د عکس تشریح،

زابل یو له هغو ولایتونو و چېرته چې مخکې امنیتي ځواکونه او طالبان سره په جګړه کې و، خو د درې ورځني اوربند پر مهال یې بو بل ته غاړه ورکړه.

د سویلي زابل ولایت د شنکۍ، سیوري او شاجوی ولسوالیو کي له تېرو دوو ورځو راهیسې سلګونه ځايي اوسېدونکي لارو کوڅو ته راوتلي او له وسله والو د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

لاریونیان له وسله والو غواړي، چي د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې په څېر د اوربند موده و غځوي چې د سولې خبرو ته لاره هواره شي. یو شمېر لاریونیانو د بهرنیو ځواکونو ضد شعارونه هم ورکول او د هغو د وتلو غوښتنه یې کوله.

بل لور ته کندهار کې ځايي چارواکي وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له طالبانو سره د اوربند غځولو د حکم پر بنسټ طالبان کولای شي له وسلې پرته د ولایت مرکز او ولسوالیو ته تګ راتګ وکړي.

د کندهار امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وايي، د ولسمشر د حکم له مخې به امنیتي ځواکونه نه یوازې دا چې هغوی نه تعقیبوي، بلکې د امنیت په خوندیتوب کې به یې مرسته کوي.

ښاغلی اطرافي وايي، وسله وال کولای شي، د اوربند په موده کې له خپلو دوستانو، چارواکو او مخورو کسانو سره له کوم بندیز پرته وویني.

پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند سولې کاروان له غړو سره لیدنه کې وویل، که چېرې وسله وال طالبان روان لس ورځني اوربند ته مثبت ځواب ووايي، په وینا یې حکومت چمتو دی له طالبانو سره یو کلن اوربند اعلان کړي.

ولسمشر غني وویل، 'د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله که هرځای وغواړي موږ د سولې په اړه خبرو ته ورسره چمتو یو. '

د عکس تشریح،

له دې مخکې د سولې کاروان له روژې درې ورځې مخکې خپل مزل له لښکرګاه پیل کړ او تر پلازمېنې پورې یې د سولې له غوښتنې سره پلي یون وکړ.

د ولسمشر غني غوښتنه دا وه، چې طالبان دې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

افغان دولت د روژې له ۲۷مې راهیسې د اختر تر پنځمې پورې له طالبانو سره اوربند وکړ، چې بیا وروسته یې لس ورځې نورې هم وغځاوه. طالبانو یوازې د اختر درو ورځو کې اوربند وکړ او بیا یې بریدونه پیل کړل.