اوونيز بحث: افغان حکومت او طالبان د سولې لپاره څه مسووليت لري؟

اوونيز بحث: افغان حکومت او طالبان د سولې لپاره څه مسووليت لري؟

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سږ کال کوچني اختر کې اوربند ولمانځل شو. نه یواځې دا اوربند د دواړو لورو ترمنځ عملي شو بلکې په نړیواله او سیمه ایزه کچه یې هم ملاتړ وشو.

دې اوربند د افغانانو په منځ کې په دې اړه هیلې پیدا کړي که درې ورځنی اوربند کېدی شي دا هم له امکانه لېرې نه ده چې یو وخت په دایمي اوربند هم موافقه وشي.

زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني اونیز بحث کې کابل کې د چارو شنونکو وحید مژده او شفيع اعظم سره غږېدلی دی.