اوربند او د سولې هڅې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونیز بحث: اوربند او د سولې هڅې

په افغانستان کې د دوه زره یوکال نه راپدیخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سږ کال کوچني اختر کې اوربند ولمانځل شو. نه یواځې دا اوربند د دواړو لورو ترمنځ عملي شو بلکې په نړیواله او سیمه ایزه کچه یې هم ملاتړ وشو.

دې اوربند د افغانانو په منځ کې په دې اړه هیلې پیدا کړي که درې ورځنی اوربند کېدی شي دا هم له امکانه لرې نه ده چې یو وخت په دایمي اوربند هم موافقه وشي. په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو هم ددې اوربند هرکلی وکړ. رادیوي بحث کې د چارو شنونکو سره ددې اوربند په اغېزو، افغان سوله کې د سیمې او نړیوالو په رول، او دا چې دواړه لوري په دې لړ کې څه مسولیت لري سره وڅېړو. زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني اونیز بحث کې کابل کې د چارو شنونکو وحید مژده او شفیع اعظم سره غږېدلی دی.