افغانستان کې د عراقي کډوال کېسه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د عراقي کډوال کيسه

ملګري ملتونه وايي، لا اوس هم جګړې او د تاوتريخوالي پېښو نړۍ کې له ۶۸ ميليون زيات وګړي، له خپلو مېنو او کورونو وتلو ته اړ کړي دي او د کډوالۍ دا شمېر تېرو پنځو کلونو کې همداسې په هسکه روان دی. دغه نړيوال سازمان وايي افغانستان لا نړۍ کې له سوريې وروسته دوهم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی. که څه جنګ جګړو افغانستان په يو نامنه ټاټوبي بدل کړی، خو دغه هېواد شاوخوا دوو سوو بهرنیانو ته پناه ورکړې، چې ډېر یې د ایران، عراق، بنګله دیش او یو شمېر یې هم له پاکستانه وراوښتي بلوڅان دي.

نجما ځلا په افغانستان کې له یوه عراقي کډوال سره خبرې کړې چې له ۱۳ کلونو راپه دې خوا افغانستان کې اوسېږي.