افغان حکومت په ځايي کچه سولې ته د طالبانو هڅول غواړي

د انځور حقوق مسعود ریښتین
Image caption د زابل دریو ولسوالیو کې خلکو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه چې ویل کېږي طالبان هم پکې دي.

ځینې ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کانفرنس له لارې والیانو ته امر کړی چې د اوربند د دوام او سولې رامنځ ته کولو لپاره له ځايي وړتیاوو کار واخلي.

اشرف غني د دوشنبې په ورځ والیانو، د قول اردو قومندانانو او امنیه قومندانانو سره خبرې درلودې.

ویل کېږي اشرف غني په دې ناسته کې له ځايي چارواکو غوښتي چې له درې ورځني اوربند د تجربې په کارولو سره تر خپل واک لاندې سیمو کې د جګړې ختمولو لپاره په ځايي کچه اوربند ته چمتو اوسي.

له والیانو د افغان ولسمشر دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې دوه ورځې مخکې د زابل په شاه جوی، شینکۍ او سوري ولسوالیو کې خلکو په لاریون سره له وسلوالو طالبانو د اروبند غوښتنه وکړه.

ویل کېږي د ولسې وګړو هغه مظاهره کې یو شمېر وسلوالو طالبانو هم ګډون کړی و.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل بي بي سي ته وویل، ښايي د سیمې طالبانو په دې لاریون کې وو.

"دا چې طالبان هم د همغو سیمو دي، نو ممکن ګډون یې پکې کړی وي، خو په لویه کچه پکې طالب نه دی لیدل شوی".

افغان حکومت د روژې پر ۲۷ د اختر تر پنځمې یو لوریز اوربند اعلان کړ، په هغه پسې طالبانو هم د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند وکړ.

په دغه اوربند کې د طالبانو ډېر غړي ښارونو ته لاړل او ان د والیانو او نور چارواکو سره یې ولیدل.

د انځور حقوق ارګ

له دې پېښې وروسته د پاکستان او سعودي په ګډون، ناټو، امریکا او نورو هېوادونو او نړیوالو موسسو افغانستان کې د اوربند ملاتړ وکړ.

ویل کېږي افغان حکومت غواړي که ځايي قومندانان او طالبان پر اوربند هوکړه کوي او له جګړې لاس اخلي، نو افغان ځواکونه به پر طالبانو برید نه کوي او د اړوند سیمو پراختیايي خدمتونو ته به پام کوي.

داسې ښکاري چې افغان حکومت د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب د ملي پخلاینې په څېر یو پلان پلی کول غواړي، چې له مخې یې ځینې ځايي قومندان پخلاینې ته هڅول شی.

که څه هم هغه پلان د حکومت لپاره یو څه ګټه درلوده، خو بالاخره حکومت کمزوری او وپرځېد.

خو اوسنی حکومت د دې نیمګړتیاوو په پام کې نیولو سره د اوربند دوام غواړي.

څو ورځې مخکې هم افغان ولسمشر له هلمند تر کابل د سولې ولسې کاروان له غړو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې که طالبانو د ده لس ورځني اوربند ته مثبت غبرګون وښود، نو تیار دی له دې ډلې سره یو کلن اوربند اعلان کړي.