د ایران او امریکا سفارتونو مخې ته د هلمند سولې کاروان پرلت

د سولې کاروان غړي د انځور حقوق AFP
Image caption د هلمند سولې کاروان غړو له هلمنده تر کابله په څه باندې یوه میاشت کې ۷۰۰ کیلومتره واټن پلی وهلی دی

کابل ته راغلي د هلمند د سولې ولسي کاروان غړي وايي، وسله والو طالبانو د دوی د اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ویلی.

د دغه کاروان د غړو په وینا لکه څنګه چې په افغان حکومت کې د دننه یو شمېر کسان سوله نه غواړي، همدا ډول د طالبانو په منځ کې هم ځینې کسان شته چې د سولې بهیر په لوی لاس ګډوډوي.

دوی وایي، د یکشنبې په ورځ به په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو مخته د پرلت کېږدۍ ودروي او له هغوی به وغواړي چې په افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلو پر ځای د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

له هلمنده تر کابله د سولې ولسي کاروان غړو درې ورځې مخکې د وسلوالو طالبانو مشر ملا هبت الله ته وخت ور کړ چې د سولې په تړاو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنې ته ځواب ووایي.

ولسمشر غني ویلي وو، که طالبان د ده له خوا لس ورځني اوربند ته مثبت ځواب ووايي، نو افغان حکومت چمتو دی چې له دوی سره یو کلن اوربند اعلان کړي.

د دغه کاروان مشر اقبال خیبر وايي، وسله والو طالبانو دوی ته په یوه خصوصي پیام کې ویلي چې تیار نه دي له افغان حکومت سره اوربند وغځوي.

پکتیا کې حکومت او طالبانو ته د امن سیمې رامنځ ته کولو هڅه

ښاغلی خیبر زیاتوي، طالبانو د سولې له ولسې کاروانه غوښتې چې دوی ته د ورتګ پر ځای دې د بهرنیو ځواکونو پوځي مرکز بګرام ته ولاړ شي او له هغوی څخه دې له افغانستانه د وتللو غوښتنه وکړي.

ښاغلي خیبر وايي، سر له سبا به په کابل کې د هغوو بهرنیو هیوادونو د سفارتونو مخته د اعتراض کېږدۍ دروي، چې د دوی په وینا په وسلوالو طالبانو نفوذ لري او په لوی لاس نه غواړي طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د نوموړي په وینا، د هر بهرني سفارت مخته به درې ورځې د اعتراض کېږدۍ دروي او د یادو هېوادونو له ولسونو به وغواړي چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې طالبان سولې ته اړ کړي.

د طالبانو ځواب

خو وسلوالو طالبانو تر لا اوسه رسنیو ته نه دي ویلې، چې له هلمنده تر کابله د سولې ولسې کاروان غړو ته یې د اوربند غځېدو په اړه دقیقاً څه ډول ځواب ور کړی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر غني: طالب مشر سره هر ځای خبرو ته چمتو یو

له هلمنده تر کابله د سولې ولسې کاروان غړي، وايي د هر هغه سفارت مخته چې دوی کېږدۍ دروي، همهاله به د هغه سفارت اړوند هیوادو کې افغانان او د هغه هیواد ولس لاریون کوي او له حکومت به غواړي چې په افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلي پر ځای د سولې په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

د دې کاروان غړو په هلمند کې د غازي ایوب خان سټډیوم کې د غېږ نیونې په سیالۍ کې د بم چاودنې له امله چې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړله، لومړی په هلمند کې د پرلت کېږدۍ ودروله او د جګړې له دواړو غاړو یې د سوله غوښتنه وکړه.

خو کله چې یې له ښکېلو غاړو منفي ځوابونه تر لاسه کړل، نو له روژې څلور ورځې مخکې یې له هلمنده تر کابله پلي تګ پیل کړي او د تېر کوچنی اختر پر څلورم کابل ته راورسېدل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د هلمند سولې کاروان له مشر سره خبرې

ورته مطالب