غزني؛ چارواکو له خلکو وغوښتل چې طالبانو ته مالیه ور نه کړي

ر د انځور حقوق FB

په غزني کې د کرنیزو حاصلاتو د راټولو فصل پيلېدو سره په دغه ولایت کې سیمه ییزو چارواکو خبرداری ورکړی که کوم کروندګر له طالبانو سره د عشر یا زکات په نوم مالي مرسته وکړي له قانوني چلند سره مخامخ کېږي.

څرګنده نه ده چې طالبان هرکال په غزني کې له خلکو څومره مالیه اخلي، خو سیمه ییز چارواکي اټکلوي چې ارزښت یې میلیونونو افغانیو ته رسېږي.

د غزني نوی ټاکلی والي وحیدالله کلیمزی وایي؛ تر دې وروسته چې په دغه ولایت کې هرڅوک د عشر یا زکات یا په بل هر نوم طالبانو سره مرسته وکړي، له جدي قانوني چلند سره مخامخ کېږي.

د هغه په خبره، هر څوک د مالیې زکات او جزیې او خیرات په نوم یو څه وسلوالو طالبانو ته ان ولسوالیو ته ور استوي.

نوموړی وایي د امنیت رییس او امنیه قومندان ته مې دنده سپارلې چې د دا ډول خلکو مخه ونیسي.

* غزني کې ۳۰۰ ښځو ته کورنۍ زرغونې خونې

* نا معلومو کسانو غزني کې زیارت په بمونو ویجاړ کړی

په غزني او په ټول کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې طالب اورپکو ته د مالیې، اعانې یا عشر ورکړه نوې خبره نه ده.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، له څو کلونو راهیسې د خپلو کرنیزو محصولاتو مالیه طالبانو ته ورکوي.

دی وایي؛ طالبان یې په سیمه کې حاکم دي او دوی هم اړ دي چې عشر یا د کرنیزو محصولاتو لسمه برخه هغوی ته ورکړي.

"د خپلو حاصلاتو مالیه طالبان را نه اخلي، بل زکات د جومات امام ته ور کوم، دلته طالب واکمن دی، څه چې هغوی وايي موږ مجبور یو ویې منو."

نه یوازې په ولسوالیو، بلکې د ولایتونو په مرکزونو کې هم د عشر ورکړه ترډېره د کروندګرو لپاره په یوه مجبوریت بدل شوی چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې طالبانو ته ور کوي.

طالبانو هم هېڅکله د عشر او مالیې اخیستل نه دي رد کړي.

ښار کې مالیه ټولول

د انځور حقوق GHAZNIGOVERNORMEDIAOFFICE
Image caption د غزني ښار کې دوکاندران وايي، طالبان له دوی هم مالیه ټولوي.

خو پوښتنه دا ده چې د غزني په څېر ناامنه ولایت کې چې په ډېرو ولسوالیو کې یې د دولت حاکمیت د ولسوالیو له مرکزونو نه اوړي، والي څنګه کولی شي خپله پرېکړه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ان د غزني په ښار کې د طالبانو د مالیې اخیستلو لړۍ روانه ده.

د غزني یوه دوکاندار بي بي سي ته وویل؛ طالبان پر ټلفون یا په لیکلي ډول له سوداګرو مالیه غواړي.

"طالبان لیک رالېږي په هغه کې د امارت ټاپه وي امضا هم ور سره وي بیا چې څو پیسې غواړي موږ یې ور کوو".

غزني د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی چې دولتي حاکمیت پکې ډېر کمزوری دی.

وړاندې تردې د بي بي سي یوې څېړنې موندلې وه چې د افغانستان په ۷۰ سلنه ولسوالیو کې طالبان په علني ډول حضور لري.

عشر او زکات او د نشه یي توکو تولید او قاچاق د طالبانو د تمویل عمده سرچینې ګڼل کېږي.

اړونده مطالب