د افغانستان په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د ناورین مخنیوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالۍ د افغانستان شمالي ولایتونو ډېر زیانمن کړي

په دې وروستیو کې به مو اورېدلي وي چې وچکالۍ او سېلابونو د افغانستان شمالي ولایتونه ډېر زیانمن کړي.

ان تر دې چې حکومت د بشري مرستو ترڅنګ د پوهنتونونو استادان ولسمشری ماڼۍ ته ورغوښتي وو، چې دغو ستونزو ته د حل مناسبه لار ومومي.

په شمالي ولایتونو کې د وچکالۍ او سېلابونو اندېښنو ته په کتو، دې لیکنه کې په یوه داسې لڼده طرحه خبرې شوي چې هم یې دولت او هم یې خپله خلک پلې کولای شي.

دا طرحه به د وچکالۍ ځپلو سیمو له اوسیدونکو سره مرسته وکړي چې اوس د څښاک او په نژدې راتلونکي کې د کرنیزو محصلاتو خړوبولو لپاره اوبه پیدا کړي، او تر یوه بریده د دې ناورین مخه ونیسي.

وچکالي او سېلابونه دوې هغه هایدرولوژیکي پروسې دي چې لومړنۍ یې په اوږد مهال کې د باران د کچې د کموالي او دویم یې په لڼد وخت کې د ډېر ورښت، واورو د وېلې کېدو یا اوبو د ډېروالي له امله رامنځ ته کیږي.

د لیکنې د لڼدوالی لپاره، دلته یوازې په وچکالۍ تمرکز شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالي یوه هایدرولوژیکي پروسه ده او د باران کمښت یې لوی لامل دی

په لومړیو وختونو کې به فصولونه یوازې د باران له اوبو څخه اوبه کېدل. د بارانونو نامنظم والي او وچکالیو، خلک د اوبو لګولو تنظیم او ذخیره کولو ته اړ کړل.

د دې کار ریښه د مصر پخوانیو حکومتونو ته رسي. د اوبو د کمښت له امله بیا وروسته خلکو د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټې اخیستنې ته هم مخه کړه، او په حیواناتو د اوبو را ایستلو تر څنګ یې د کاریزونو جوړول پیل کړل.

د کارېزونو کارېدل تر اوسه هم په ډېرو هغو هېوادونو کې دود دي چې د سطحي اوبو د کموالي سره مخ دي. په دې وروستیو کې د اقلیم بدلون او د تودوخې لوړوالي د سطحي اوبو وېش اغېزمن کړی. دغه بدلون د وچکالیو او سېلابونو د زیاتوالي سبب شوی دی.

وروستیو وچکالیو تر افریقایي هېوادونو وروسته اسیایي هېوادونه لکه اېران، افغانستان، بنګله دېش، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه ډېر اغېزمن کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم وروستیو وچکالیو ځپلي

په وروستیو لسیزو کې افغانستان څو ځله وچکالیو وځپلو. په ۱۹۹۵ کال کې په افغانستان او سیمه کې یوه بېسارې وچکالي پیل شوه چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو درنو واورو سره پای ته ورسېده.

څو کلونه وروسته بیا هم وچکالۍ تکرار شوې. سږ کال بیا په افغانستان د وچکالۍ څپه راغلې او مالومه نه ده چې څومره به دوام وکړي. وچکالي په افغانستان کښې کابو په هرو ۹ - ۱۱ کلونو کښې تکراریږي او له ۳ - ۵ کلونو پورې دوام کوي، چې له امله يې ګڼ شمېر هېوادوال چې ژوند یې په کرنیزو محصولاتو ولاړ دی، زیان ویني.

د دومره تکرارېدلو سربېره بیا هم افغان دولت تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره کوم اساسی ګام نه دی پورته کړی.

ورستیو څېړنو ښودلې چې په ټول هېواد کې د اقلیمي بدلون له امله د پسرلي سخت بارانونه ډېر شوي او برعکس د کال د پاتې برخې بارانونو کې کموالی راغلی. همدارنګه د ژمي د واورو د پوښښ سطحه هم کمه شوې چې دا بیا د ويلې کېدو په موسم کښې د اوبو په کچه تاثیر لري.

دا چې افغانستان په کور دننه د اوبو د کنټرول او ذخیره کولو توان نلري، د اقلیم د بدلون ستونزه په راتلونکي کې جدي زیانونه اړولی شي. په افغانستان کې وچکالي هغه سیمې ډیرې زیانمنوي چې په للمي ډول حاصل ورکوي. او یا هم په کې د واورو او یخچالونو زیرمې موجودې وي. لاندې عکس په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د بی ځایه او متضرر شویو کسانو شمېر او ځای ښیي.

د انځور حقوق OCHA/ IOM
Image caption په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د بی ځایه او متضرر شویو کسانو شمېر او ځای

ولې شمالي ولایتونه له وچکالۍ ډېر زیان ویني؟

په شمالي ولایتونو کې ډېری سیمې د پسرلي بارانونو له امله حاصل ورکوي. د باران د کمښت له امله بیا للمي فصل نشي تر لاسه کېدای، او د بزګرانو کرل شوی تخم هم ضایع کيږي. ځینې سیمې د څر ځایونو لپاره هم کارول کیږي. په دغو سیمو کې حیوانات د څښاک اوبو او خوراک د کمښت له امله له منځه تللی شي، چې راپورونه یې په دې وروستیو کې ورکړل شوي.

بلخوا بیا سویلي سیمې چې د باران کچه یې په طبیعي ډول کمه ده، او پخوا به له وچکالۍ ډیرې زیانمنېدلې، سږ کال یې خلک د وچکالۍ له امله لږ زیانمن شوي. همدارنګه کرنیزو توکو یې وده کړې او د نباتي پوښښ سیمې په کې ډیرې شوي. په ځانګړې توګه د تریاکو غیر مشروع کښت ډېر شوی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ AREU وروستۍ څېړنې ښیي، چې په سویلي ولایتونو کې د تریاکو کرل ډیر شوي او لامل یې د ځمکې لاندې اوبو څخه د لمریزې برېښنا په مرسته ګټه اخیسته ښودل شوې. له دې امله د پام وړ وچه ساحه اباده شوې او په ځینو سیمو کې دا طریقه د حلال کښت لپاره هم کارول شوې ده.

وچکالي د انځور حقوق AREU/ MANSFIELD
Image caption د ۲۰۰۳ - ۲۰۱۶ کال پورې د هلمند ولایت د بغرا کانال شمالی اړخ ته اباده شوې ساحه

په سویلي ولایتونو کې د تریاکو له لارې تر لاسه شوو پیسو باندې د لمریزې بریښنا اړوند وسایل زر او اسانه ترلاسه کېدای شي. له دې امله د څاه ګانو شمیر د هر کال په تیریدلو سره ډیریږي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ څیړنو دغه لوړوالی هر کال دوه چنده ښودلی او راتلونکي ته یې زیانمن کوونکي بولي. ځکه اوبه بېرته د ژمي په موسم کې ځمکې ته نه تغذیه کېږي.

وچکالي د انځور حقوق DAVID MANSFIELD TWITTER
Image caption په جنوبی ولایتونو کې د لمریزې بریښنا په واسطه د جوړیدونکو ذخیرو شمیر

تر ځمکې لاندې اوبو څخه مثبته ګټه اخیستنه

په ګاونډی هېواد ایران کې چې د اوبو له کمښت سره ډېر وخت لاس او ګرېوان وي، د ځمکې لاندې اوبو نه ګټه اخیستل یو معمول دود ګرځېدلی. ان دا چې په ځینو برخو کې یې دا پروسه په عصري وسایلو لکه، لمریزې برېښنا او پمپونو سنبال کړې. وروستیو

اقلیمی بدلونونو د دوی کاروبار هم زیانمن کړی او له دې امله یې د کارېزونو احیا، بیارغونې او تر ځمکې لاندې اوبو تغذیې ته یې پام ډېر کړی.

همدارنګه په پرمختللو هېوادونو لکه انګلستان کې هم د اوړي په موسم کې له ځمکې لاندې اوبو کار اخیستل کیږي. خو بیا د ژمي په موسم کې د بارانونو ډېرې اوبه د څاګانو له لارې ځمکې ته تغذیه او پمپ کیږي چې بیلانس یې ثابت وساتل شي.

دا چې اوس شمالي ولایتونه د وچکالۍ له ناورین سره مخ دي، نو موږ کولای شو د پرمختللو هېوادونو، ایران او د هلمند تجربې په مثبته او کره توګه هلته تطبیق کړو.

په شمالي وچکالۍ ځپلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ژوره نده او په ارزانه بیه کولای شو زر اوبه ترلاسه کړو. څیړنې ښیي چې په فاریاب او شاوخوا سیمو کې د اوبو ژوروالی د ۲۰ - ۴۰ متره پورې دی.

د انځور حقوق BRUCE/ BANKS/ CLARK
Image caption د میمنې ښار شاوخوا سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو ژوروالی

خو باید بېرته تغذیې ته یې جدي پاملرنه وشي. دا ځکه چې تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې هم محدودې دي او د خلاصېدو سره یې له بلې لويې ستونزې سره د مخامخ کېدو امکان شته. لکه د کابل ښار او شاوخوا سیمو کې چې د اوبو کچه هر کال نوره هم ژوریږي.

د یادولو وړ ده چې په لویو ښارونو او شاوخوا سیمو کښې د ځمکې لاندې اوبو څخه د کرنې او فابریکو لپاره ګټه اخیستل باید منعه شي. ځکه هلته د څښاک اوبو کچه ټیټوي. که بندیز پرې نشي لګېدلی نو باید په هماغه کچه اوبه د ژمي په موسم کې ځمکې ته تغذیه کړي.

همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو تغذیه یوازې د دولت مسولیت ندی بلکې د هېواد ټول وګړي په دې اړه مکلفیت لري چې له خپل توان سره سم د باران او ژمي په موسم کښې سطحي اوبه ځمکې تل ته د ننوتلو لپاره تنظیم کړي.

دغه دود او کلتور ته باید په ملي کچه وده ورکړل شي. له دې سره به په راتلونکي کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت ستونزه رامنځ ته نشي او څه نا څه به مو د سیلابونو په اوبو کې هم لږوالی راوستی وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل ښار او شاوخوا سیمو کې د اوبو کچه هر کال نوره هم ژوریږي

د دې پروژې د تطبیق لپاره دولت باید لومړی د سیمې اوسېدونکو سره د څښاک اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي. په کلیوالو سیمو کې باید د لمریزې برېښنا په مرسته د ځمکې لاندې اوبو لپاره معیاري ذخیرې جوړې شي.

وروسته باید په نورو ساحو کې د کرنې لپاره خلکو ته د حلال کښت او باغونو جوړولو سپارښتنه وشي، چې څارویو ته هم خوراکي توکي برابر شي. د دې تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې مکانیزم او ځایونه هم باید په اساسي ډول جوړ شي.

د زیانمنو شوو کلیوالو سیمو ځای او د نفوس تخمینی شمیر یې کېدای شي د Afghanistan Spatial Data Center د ارقامو او نقشو څخه په اسانه توګه ترلاسه شي. مالی لګښت یې اوس کېدای شي د ولسي تړون له پروژې او د خلکو د ګډون له لارې برابر کړي، او په راتلونکي کې یې له نورو مالي پروګرامونو ملاتړ وشي.

افغانستان یو له هغه هېوادونو دی چې د وچکالیو تر څنګ د اوبو لګولو وړ لږې ځمکې لري. دا طریقه به له بزګرانو سره مرسته وکړي چې د نورو هېوادونو په شان وچې دښتې او شاړې ځمکې ابادې کړي، او د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالی راولي.

د یادولو وړ ده چې کله اوبه په دومره ستونزمنه توګه تر لاسه کیږي نو باید په کارولو کې یې هم له پام وشي. په دې توګه د اوبو لګولو له نویو او عصری وسایلو څخه د ګټې اخیستنې په مرسته امکان لري ښه باغونه جوړ شي او هغو کرنیزو توکو ته وده ورکړل شي چې لږو اوبو ته ړاتیا لري.

ورته مطالب