افغانستان کې "۸ لکه ښځې" په نشو روږدې دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې "۸ لکه ښځې" په نشو روږدې دي

افغانستان کې د درې نیم میلونو روږدو کسانو له ډلې شاوخوا اته سوه زره یې ښځې دي. وروستیو دوه کلونو کې د دغو ښځو د درملنې لپاره په ټول افغانستان کې دولس ځانګړي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ چې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې یوه مرکز ته ورغلې وایي د دغو ښځو شمیرو ته په کتو دغه مرکزونه بسنه نه کوي.