یماموتو: افغانستان کې جګړه پای ته رسېدای شي

تدامېچي یماموتو د انځور حقوق @UNAMA
Image caption ښاغلي تدامیچي یماموتو وویل، د افغان دولت او طالبانو له لوري د کمکي اختر پر مهال له اعلان شوي اوربند څخه پراخ هرکلي دا وښوده چې افغانان سولې ته سخته لېوالتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، افغانان د زړه له تله سوله غواړي او غوښتنې یې باید بابېزه ونه ګڼل شي. د هغه په خبره، وروستی اوربند دا په ډاګه کوي چې جګړه پای ته رسېدای شي.

تدامېچي یماموتو چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې سوله ممکنه ده او د سولې د فعالانو غږ باید واورېدل شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره د نویو شونتیاوو د برابرېدلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزو هڅو او په دې هېواد کې د راتلونکو ټاکنو لپاره هیله مندي څرګنده کړې ده.

ښاغلي تدامیچي یماموتو وویل، د افغان دولت او طالبانو له لوري د کمکي اختر پر مهال له اعلان شوي اوربند څخه پراخ هرکلي دا وښوده چې افغانان سولې ته سخته لېوالتیا لري.

خو نوموړي په دې خواشینې وښوده چې د افغان ولسمشر له لوري د اوربند بیا غځېدو ته طالبانو د رد ځواب ور کړ او له دې موکې څخه یې ګټه پورته نه کړه.

* "ځینو سیمو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند شوی"

* افغانستان کې د اوربند غځېدو لپاره د مسجد الحرام د امام غوښتنه

* د ایران او امریکا سفارتونو مخې ته د هلمند سولې کاروان پرلت

* سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومټره پلي تګ وروسته کابل ته رسېدلی

ښاغلي یماموتو وویل، که څه هم طالبانو په رسمي ډول د حکومت له خوا اعلان شوی یو اړخیز اوربند نه دی منلی، خو هیله مندي یې وښوده چې په دغه لړ کې یو شمېر مثبت بدلونونه راغلي.

هغه یو شمېر ولسي خوځښتونو ته اشاره وکړه چې د سولې خېمې یې لګولې، له هلمند څخه د سولې پیل شوي کاروان یادونه یې وکړه او تر څنګ یې د څه باندې ۲۰۰۰ عالمانو هغې غونډې ته یې هم اشاره وکړه چې د طالبانو بریدونه پکې غیر اسلامي بلل شوي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، په کوچني اختر کې د دولت او وسله والو طالبانو دوه اړخیز درې ورځني اوربند وښوده چې دواړه خواوې پر خپلو جنګیالیو کنټرول لري.

نوموړي د طالبانو هغې لویې غوښتنې ته هم اشاره وکړه چې ټول بهرنیان دې له افغانستان څخه ووځي، خو په ټینګار یې وویل چې د بهرنیانو د شتون موضوع به بالاخره د سولې په مذاکراتو کې په هر اړخیز ډول تر غور لاندې نیول کېږي.

نوموړي وویل د ټاکنو په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي او ۷ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده، خو په لویه کې یې له نړیوالو وغوښتل چې په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستان سره د سولې په برخه کې پر مرسته له سره غور وکړي.

وړاندې، یونما د هلمند سولې ولسي حرکت غړو ته هرکلی ویلی و، چې په وینا یې، یونما د اوربند غځولو د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو لپاره خپل ور پرانیستی دی.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د برتانیې مرستیال سفیر هم خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د سولې او اوربند وروستۍ هڅې وستایلي او له طالبانو یې وغوښتل که غواړي چې د راتلونکي افغانستان برخه وي، نو په بین الافغاني مذاکراتو کې دې برخه واخلي او اوربند دې وکړي.

په دغه غونډه کې د امریکا استازي هم خبرې وکړې او ویې ویل، که چېرته طالبان غواړي د سولې خبرو ته کېنې نو دوی چمتو دي په دغه برخه کې همکاري وکړي.

او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت سرتېري او طالب جنګیالي سره یو ځای کېناستلی شي، نو مشران یې هم د سولې خبرې کولی شي.

ورته مطالب