د اوربند پای ورځ؛ طالبانو لسګونه افغان سرتېري وژلي

. د انځور حقوق EPA
Image caption طالبانو یوازې د کوچني اختر درې ورځې اوربند وکړ او له هغه وروسته او مخکې یې پر افغان ځواکونو بریدونه جاري ساتلي وو.

نن جمعه د چنګاښ اتمه له وسله والو طالبانو سره د دولت د یو اړخیز اوربند وروستۍ ورځ ده چې په دغه موده کې د کوچني اختر له ۳ ورځني دوه اړخیز اوربند پرته، طالبانو خپل بریدونه جاري ساتلي وو. د یو اړخیز اوربند پر مهال د وسله والو طالبانو په بریدونو کې شاوخوا ۸۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

افغان دولت د جوزا له ۲۱مې نېټې چې د روژې له ۲۷مې سره برابره وه، تر نن جمعې د چنګاښ یا سرطان میاشتې تر ۸مې له وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړی و.

خو وسله والو طالبانو یوازې د کوچني اختر په درېوو ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ او له اختر مخکې او وروسته یې پر افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر مرګوني بریدونه کړي دي.

* "ځینو سیمو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند شوی"

* "اوربند په افغان جګړه کې بدلېدونکې شیبه"

* افغانستان کې د اوربند غځېدو لپاره د مسجد الحرام د امام غوښتنه

د اوربند پر مهال د طالبانو بریدونه

د چنګاښ یا سرطان میاشتې پر ۷مه وسله والو طالبانو په تخار ولایت کې د تاجکستان پولې سره نږدې د پوله ساتو ځواکونو پر پوسته برید وکړ او ۱۴ سرتېري یې ووژل شول.

د همدې میاشتې په لومړۍ نېته یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوړونې پر کار کوونکو برید وکړ او ۳۳ کسان یې یرغمل کړل.

د غبرګولي یا جوزا په ۳۱مه په غزني، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۹ امنیتي کسان ووژل شول.

د جوزا په ۳۰مه یې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ا و ابکمري ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل او ۲۹ سرتېري یې ووژل.

په همدې نېته یې د فاریاب پر خواجه سبزپوش ولسوالۍ برید وکړ، ۶ سرتېري یې ووژل، ۳ یې ټپیان کړل او یو یې ژوندی نیولی دی.

وسله والو طالبانو په همدې نېټه یې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ برید وکړ، تر یوې مودې یې ولسوالي پخپله ولکه کې راوسته چې له امله یې ۱۷ افغان سرتېري او ۲۹ ملکیان ووژل شول او ۱۹ سرتېري ټپیان شول.

تېره شپه د چنګاښ یا سرطان اومه یې د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو قومندان عزیزالله کاروان د کابل ښار په زړه، د نهمې اړوند د نادرخان مینې یا مکروریانو په سیمه کې وواژه.

په دغه موده کې یو شمېر طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

ورته مطالب