د اقلیت د استازي پر وژنه د اکثریت وير

  • زینب محمدی
  • بی‌بی‌سی _ کابل
اوتار سېنګ

د عکس سرچینه، AWTAR SINGH FACEBOOK

د عکس تشریح،

اوتار سېنګ راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نوماند و

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو د افغانستان پارلماني ټاکنو ته د یوه سېک د نوماندېدو پراخ هرکلی وشو. ډېرو خلکو، چې حتی د هغه له قومه هم نه وو نوموړي ته د رايې ورکولو ژمنه وکړه.

اوتار سېنګ په ونه دنګ و اوسپینه ږيره يې درلوده. هډور سړی و. په افغانستان کې د مېشتو سېکانو او هندو وګړو د شورا مشر هم و او د افغانستا په پارلمان کې د سېک او هندو وګړو ځانګړې څوکۍ ته یوازينی نوماند و.

ښاغلی سېنګ په کابل کې اوسېده، خو تېره ورځ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني جلال اباد ته سفر وکړ، اوتار سېنګ هم هلته تللی و.

نوموړی د ورځې په وروستيو کې په هغه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د ده په ګډون يې د ۱۹ نورو کسانو ژوند هم واخیست. په وژل شویو کې ډېری کسان افغان سېکان وو.

اوتار سېنګ په ۱۳۴۲ کال د افغانستان د سوېل ختیځ پکتيا ولایت په ګردیز ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. نوموړي د پنجابي ژبې ماستړي درلوده او د افغانستان په پوځ کې یې دنده اجرا کړې او د مشرانو جرګې کې غړی هم پاتې شوی و.

د عکس سرچینه، AWTAR SINGH FACEBOOK

د عکس تشریح،

اوتار سېنګ پخوا د مشرانو جرګې غړی هم پاتې شوی و

د اوتار سېنګ وژنې ته غبرګونونه:

د پروني بريد مسولیت د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې ومنلو. په ټولنیزو شبکو کې د هندو او سېک وګړو، په تېره بیا د اوتار سېنګ او یوه بل مدني فعال راویل سېنګ وژنې ګڼ غبرګونونه را وپارول.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې ليکلي، د هغو کورنيو لپاره ويرجن دی چې د یکشنبې ورځې په بريد کې یې خپلوان له لاسه ورکړي.

د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې ویلي، د پروني بريد موخه په سياسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د هندو او سېک وګړو بې برخې کول وو، خو باید دغه راز پېښې د دوی مخه ډب نکړي.

همدا رنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما، په کابل کې د امریکا سفارت او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم دغه برید په سختو ټکو غندلی.

د عکس سرچینه، AWTAR SINGH FACEBOOK

د عکس تشریح،

اوتار سېڼګ د افغان سېکانو او هندوانو په منځ کې پېزندل شوې څېره وه

د خپل سیاسي راتلونکي په اړه د اوتار سېنګ ارمانونه:

اوتار سېنګ اونۍ واړندې بي بي سي ته ويلي و چې په اویایمه لسیزه کې يې د کورنيو جګړو پر مهال د کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او ۷ تنه ټبیان شوي وو.

خو له دې ناخوالو سره سره نوموړي ټینګار کاوه چې "افغانستان ېې هیواد دی" او هېڅکله هم له دې ځایه بهر نه دی تللی.

نوموړي وویل: "اوس مې هم کورنۍ ۱۴ غړي لري. د دې خاورې لپاره چې د مور حيثیت راته لري او زموږ عزت او ابرو د همدغې خاورې ساتلې، که د کورنۍ ۱۴ غړي مې شهيدان هم شي، بيا هم د خپل هېواد خدمت کوم. هغه ورځ به ماته وياړ وي چې د دې خاورې په خاطر چې د مور حیثیت لري، پر سينه په مرمۍ ولګېږم"

اوتارسېنګ د افغانستان د را روانو پارلماني ټاکنو د نوماندانو په خپاره شوي نوملړ کې لومړنی نوماند دی چې وژل کېږي. د تېرې یکشنبې ورځې په برید کې ګڼ شمېر سېک او هندو وګړي ووژل شول.

ګڼو سېک او هندو وګړو په پارلمان کې د خپل يوازيني استازي څوکۍ ته د هغه د بريا په تمه وو. ارمان یې دا و چې یوه ورځ د دوی ستونزې واورېدل شي او حل به شي.

ښاغلي سېنګ به ویل، کله چې په پارلمان کې خپل کار پیل کړي نو یوازې به سېکانو ته نه، بلکې ټول ملت ته به خدمت وکړي.

هغه د افغانستان د هندو او سېک وګړو د ځمکو غصبېدل ستره ستونزه بللې وه او ژمنه يې کړې وه چې تر خپله وسه به د دې ستونزې د حل لپاره هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د جلال اباد ښار د برید ډېری قربانیان افغان سېکان وو

په پارلمان کې د سېکانو او هندوانو برخلیک:

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو هندو مذهبه د دې هېواد پارلمان ته لار ومونده. له دې وړاندې یوازې د کمونستانو په دوه پړاوونو کې هندوانو او سېکانو په پارلمان کې استازی درلود.

د ټاکنو په تېر پړاو کې د افغانستان د هندو او سېک وګړو دوه کسان پارلماني ټاکنو ته نوماند شوي وو او د کافي اندازه رایې یې هم ترلاسه کړې. ویل کېږي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په همدې نوماندانو کې يوه ته رايه ورکړې وه.

د مشرانو جرګې په تېرو دوه دورو کې دغه لږکۍ ډلې یو انتصابي استازی درلود.

دا لومړی ځل دی چې دوی به په را روانو ټاکنو کې یو حتمي استازی ولري. لامل یې دا و چې د افغان سېکانو او هندوانو له پراخو اعتراضونو وروسته په پارلمان کې دوی ته یوه څوکۍ ځانګړې شوه.

دغې څوکۍ ته د سېک او هندو وګړو په استازولۍ یوازې اوتار سېنګ نوماند و.