"په غزني کې حوزوي ټاکنې د قانون خلاف کار دی"

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو کمیسیون وایي، غزني به په درېیو ټاکنیزو حوزو ویشل کېږي

غزني کې د ټاکنو حوزوي کېدو په تړاو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اعلان شپږ ورځې وروسته د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون دغه پرېکړه د ټاکنو قانون خلاف بللې ده.

د ټاکنو د قانون په ۳۶ مه ماده کې راغلي چې د ټاکنیزو حوزو حدود باید تر ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې مشخص شي، په داسې حال کې چې کمیسیون دغه پرېکړه له ټاکلې مودې دوه میاشتې وروسته کړې ده.

پر اساسي قانون د څار کمیسیون د قانون حکمونو پلي کېدو د څارونکي بنسټ په توګه، د ټاکنو کمیسیون پر پرېکړې اندېښنه ښوولې او له دغه کمیسیون نه یې غوښتي چې د غزني په تړاو د قناعت وړ توضحیات وړاندې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په غزني کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پر وخت پیل نشو

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د سرطان یا چنګاښ په څلورمه اعلان وکړ چې غزني یې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره په درېیو حوزو وېشلی دی.

وړاندې هم د ټاکنو یو شمېر څارونکو بنسټونو، مدني فعالانو او د پارلمان یو شمېر غړو د ټاکنو کمیسیون پر دې پرېکړې اعتراض کړی و.

د ټاکنو کمیسیون په غزني کې تر یو لړ اعتراضونو وروسته دا پرېکړه وکړه.

د افغانستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې له دې امله چې د غزني یو شمېر ولسوالۍ ناامنې وې، ټول ۱۱ استازي له هزاره قوم نه پارلمان ته بریالي شول. پښتانه او تاجیکان چې ددغه ولایت د نفوسو عمده برخه جوړوي، په پارلمان کې هېڅ استازی نه درلود.

غزني کې د ټاکنو حوزوي کېدو سره هغه کاندیدان چې په خپلو حوزو کې لوړه رایه واخلي، بریالي ګڼل کېږي. د ټاکنو کمیسیون د غزني حوزوي کېدو په اړه خپله پرېکړه نهایي بللې ده.

په پام کې وه چې پارلماني ټاکنې ټولو ولایتونو کې په حوزوي ډول ترسره شي، خو هره حوزه کې د رایه ورکوونکو د کره شمېرې نشتوالي او ددغه بهیر پرړواندې تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو کمیسیون د تېر په څېر هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه وټاکله خو یوازې غزني ترې مستثنا شو.

ورته مطالب