د جلال اباد د پېښې قربانيانو جنازې

د جلال اباد د پېښې قربانيانو جنازې

د افغانستان په ختيځ جلال اباد کې د پروني ځانمرګي برید د قربانیانو د جنازې مراسم په جلال اباد او کابل کې ترسره شول.

په دغه بريد کې له ۱۹ وژل شویو کسانو يې ۱۷ سېک لږکي وو چې له هغو يې د څلورو مړي کابل ته ولېږدول شول. په دوی کې د هندو او سکانو لخوا د سږ کال پارلماني ټاکنو ته له کابله نوماند اوتار سېنګ خالصه هم و.