د کابل تفریح ځای چې کوربانه او میلمانه یې ښځې دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل تفریح ځای چې کوربانه او میلمانه یې ښځې دي

بېلابېلې نظرپوښتنې او څېړنې افغانستان د ښځو لپاره يو تر ټولو ناوړه هېواد ګڼي. يوه لويه ستونزه د لویو ښارونو په لارو کوڅو کې د ښځو ځورول دي، چې له امله يې ډېر کله کورنۍ ښځو ته له کوره بهر د تګ اجازه نه ورکوي او ځينې یې بیا خپله هم د وتلو زړه نه ښه کوي. د حالت ښه والي له بېلابېلو هڅو سره سره، افغانستان کې د ښځو لپاره د تفریح ځايونه ډېر کم دي. دې ستونزو ته په کتو کابل کې بیا یوه ډله کاریګرو ښځو داسې ځای جوړ کړي چې ښځې کولی شي په ډاډه زړه ورشي. کابل کې آریا احمدزۍ وايي هلته کوربنې، مېلمنې، پلورونکې او پېرودونکې ټولې ښځې دي.