د امریکا کانګرېس ته د هلمند سولې حرکت لیک

.

د هلمند سولې ولسي حرکت د امریکا له کانګرېس څخه غوښتې چې په افغانستان کې د جګړې درولو لپاره هلې ځلې وکړي.

دغه حرکت غړو په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته تر کابو لس ورځني پرلت وروسته، د هغه هېواد کانګرېس ته په لیکلي لیک کې ګواښ کړی، که د امریکا ولس د دوی غږ وانه وري، نو کابل کې به د امریکا سفارت مخې ته پرلت روان وساتې او د هغوی کارونه به هم له خنډ سره مخامخ کړي.

د امریکا کانګرېس ته په لیکل شوي لیک کې راغلي، له هلمنده تر کابله مو ځکه پلي تګ کړی، چې د امریکا ولس ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

د دغه حرکت غړو د امریکا له ولسه غوښتې چې له خپل حکومت وپوښتې چې ولې یې په افغانستان کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي:

"تاسو چې په ۱۵ ورځو کې د طالبانو نظام نسکورکړ، نو په تېرو ۱۷ کال کې مو ولې و نه شوای کولای چې په افغانستان کې امنیت او ارامي راولئ او که په لوی لاس نه غواړئ افغانانو په سوله کې ژوند وکړي؟"

* د ایران او امریکا سفارتونو مخې ته د هلمند سولې کاروان پرلت

* سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومټره پلي تګ وروسته کابل ته رسېدلی

* هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

په لیک کې راغلي، د امریکا ناسمې پالیسۍ د وسله والو طالبانو د ډېرېدو لامل شوې او له همدې امله ورځ تر بلې په افغانستان کې جګړه کې ډېرېږي.

د هلمند د سولې ولسې حرکت مشر اقبال خیبر تېره ورځ د جولای ۵مه په کابل کې د امریکا سفارت ته څېرمه په جوړه شوې غونډه کې له امریکا وغوښتل چې نور دې په افغان خاوره کې جګړې ته لمن نه وهي:

"د یوناما دفتر له مخې مو را پیل کړه او اوس د امریکا سفارت مخې ته رسېدلي یو. دا حرکت دوام لري او سبا به د روسیې سفارت مخې ته هم ودرېږو. "

د امریکايي ولس له مرستو مننه

د هلمند سولې ولسې حرکت په لیک کې له افغانانو سره د امریکایې ولس له مرستو مننه شوې ده.

Image caption د هلمند سولې کاروان د امریکايي ولس له مرستو څخه مننه کړې د ه

لیک کې دا هم لیکل شوي، که یې غږ وا نه ورېدل شي، د امریکا مرستو ته به د شک په سترګه وګوري او په وینا یې افغانان به د امریکا له ولسه هم خپه شي.

د دې کاروان غړو په هلمند کې د غازي ایوب خان سټډیوم کې د غېږ نیونې په سیالۍ کې د بم چاودنې له امله چې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړله، لومړی په هلمند کې د پرلت کېږدۍ ودروله او د جګړې له دواړو غاړو یې د سوله غوښتنه وکړه.

خو کله چې یې په هلمند کې له ښکېلو غاړو منفي ځوابونه تر لاسه کړل، نو له روژې څلور ورځې مخکې یې له هلمنده تر کابله پلي تګ پیل کړي او د تېر کوچنی اختر پر څلورم کابل ته راورسېدل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سولې ولسې کاروان غړي : وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه نه ده منلې

ورته مطالب