'مېړه او بنې مې له سپي او غواګانو سره وتړلم '

مروا
Image caption مروا وايي، څه مهال وروسته یې بنزۍ د مروا په خبره، بل ځای پلوري.

مروا وايي، له هغه وروسته رڼا ورځ پرې توره شپه شوه، سولري برېښنا شاټونه ور کړل شول، زندۍ شوه له سپي او غواوو سره وتړل شوه او لاسونه یې مات او پښې په چړو ور سورۍ سورۍ کړې چې مېړه یې بنزۍ (د بنې لور) د دې وروڼو ته ور کړه.

دا وايي، د روزګان ترین کوټ کې یې له وروڼو سره د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو ګوجر په پوسته کې یو ځای و.

د افغان ملي اردو دغو سرتېرو ملګرتیا تر دې ورسېده چې خپلو کې خېښي وکړي. یو او بل خویندې سره بدلې کړې.

* مړه ګڼل شوې مېرمن د روغتون یخچال کې ژوندۍ شوې

* هغه مېرمنې چې د نورو ښځو ژوند تریخوي

* د خپلوۍ تار؛ 'وروڼو مې بدمرغه کړم'

کله چې له واده وروسته مروا شیګل ته راولي، نو پوهېږي چې ګل محمد بله مېرمن هم لري، خو کومه خور یې نه شته.

کله چې د مروا مور پلار د مروا په مېړه پسې راځي او دولت کې عریضه کوي، د مروا مېړه خپله یوولس کلنه لور (د مروا بنزۍ) دوی ته ور کوي، همدې سره له نژدې دوه میاشتې نسبتاً ارام ژوند وروسته د مروا د ژوند کړاوونه هم پیلېږي او شاوخوا لس میاشتې د ژوند او مرګ ترمنځ کړېږي.

د بنزۍ پلورل

مروا وايي، څه مهال وروسته یې بنزۍ د مروا په خبره، بل ځای پلوري.

مروا وايي، د دې لپاره چې خاوند یې ګل محمد د مروا له وروڼو سره لانجه ختمه او د ده د لور له ودولو تېر شی، نو زیاتی ور سره پیلوي.

مروا وايي، مېړه به یې وهله ټکوله او به ورته به یې ویل: "نور مې ښځه نه یې لاړه شه."

د مروا په خبره، بنې او بنزیو یې هم وهله، ورته ویل به یې له کور لاړه شه، خو دا به له شرمه نه تله او بوټو کې به کېناستله.

بیا به را پسې راغلل او په ډبرو به یې وویشتلم، بن به مې ویل کور ته راشه چې کور ته به ورغلم، خاوند به مې ویل لاړه شه، مه راځه.

Image caption مروا خپل لاسونه را وښودل له ورایه پکې پرهرونه ښکاري، وايي لاسونه یې کاږه جوړ شوي

مروا زیاتوي، یو ځل یې له غواوو سره غوجل کې وتړلم، بیا یې له سپي سره کوټه ګۍ کې تړلې وم. یو وار یې د سولري برېښنا لین سره زندۍ کړې وم.

مروا وایي، دغه زندۍ یې دومره حالت خراب کړی و چې خاوند او بن یې فکر کاوه، مړه شوې ده:

"زه یې د نورو کورونو سره غورځولې وم، چې بیا مې مرګ په نورو ور واړوي، خو زه بې حاله دغو خلکو چې پیدا کړم، د خاوند کور ته یې راوستلم او ګواښ یې ورته وکړ چې دا ښځه به نور خپلې کورنۍ ته رسوې."

د کلي ګوجر اوسېدونکي د مروا په خاوند دومره فشار راوړي چې هغه د مروا له مور پلار سره خبرې کوي او مروا پسې یې مور له روزګان را روانېږي.

مېړه یې د خلکو له وېرې مروا خپل پلار (د خوسر) کور ته وړي، خوسر یې وايي، ځان له حکومت سره په جنجال کې نه ښکېلوي. ځکه یې ځايي پوستې ته سپاري او هغه یې اسد اباد روغتون ته راوړي.

د مېرمنو چارو اړوند چارواکي وايي، ګل محمد داسې ځای کې اوسي چې دوی یې قانون منګولو ته سپارلی نه شي.

د مروا مات لاسونه

مروا خپل لاسونه راوښودل، وايي، روزګان کې خلک پر ښځو لو نه کوي، خو ګوجر پر مېرمنو لو کوي، کله چې یې یوه ورځ بن ورته لور په لاس ور کوي او دا لو نه شي کولی، نو په ډبرو او کوتکو یې لاسونو ته وهي.

مروا خپل لاسونه را وښودل له ورایه پکې پرهرونه ښکاري، وايي لاسونه یې کاږه جوړ شوي، ځکه ور سره په تکلیف ده.

د مروا په پښو کې هم پرهرونه دي، وايي، په چاکوانو یې پښو ته بیا بیا وهلې ده.

د کونړ د ښځو چارو مشره سهیلا بابر وايي، کله چې پولیس مروا اسد اباد روغتون ته لېږدوي شپږ ورځې بستر وي.

د مروا سر شپږ ځایه مات و، هلته له اوو ورځو درملنې وروسته (د جولای دویمه) یې موږ ته وسپارله.

د مروا غوښتنه

مروا ته مې وویل، له خلکو څه غوښتنه لري، ویې ویل له میندو پلرونو غواړي (په ژړا شوه، سلګیو واخیسته) بیا یې له اوښکو سره وویل، له میندو پلرونو یې لویه غوښتنه دا ده چې لرې سیمو کې دې خپلې لوڼې نه ور کوي.

د هغې په خبره، که داسې کوي، بیا یې ممکن لوڼې د دې په برخلیک اخته شي، داسې چاته به یې ور کړې وي چې بله ښځه به هم لري او له دوی سره به په خبره نه درېږي.

د کونړ د ښځو چارو مشره بابر هم وایي، له مروا سره ځینې زور زیاتی په دې شوی چې د سیمې د ښځو په څېر یې چارې نه شوې کولی:

"لکه لو چې کونړ کې یې ښځې کوي، خو مروا چې نشو کولی لاسونه یې مات شوي او دا دی ګورې یې چې کاږه جوړ شوي دی."

د مروا د ورور وژل کېدل

Image caption د کونړ د ښځو چارو مشره سهیلا بابر وايي، کله چې پولیس مروا اسد اباد روغتون ته لېږدوي شپږ ورځې بستر وي.

کله چې د مروا مور پلار په دې پسې راځي او نژدې لس ورځې مخکې کونړ ته رسېږي، نو خبر پسې راځي چې سرتېری زوی یې طالبانو وژلی دی. دوی بېرته روانېږي.

مروا ته مې وویل، اوس یې مور پلار سره تماس نیولی:

"هو مور مې وایي، د کرایې لپاره پیسې نه لري، کله چې پیسې ومومي راپسې راځي."

مروا د روان جولای پر درېیمه امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه چې ننګرهار کې یې امن خونو ته یوسي.

هغې ته مې وویل، ته پوهېږې چېرته دې وړي ویل یې خدای خبر چې بند ته یې وړي که بل ځای.

بیا مې ورته د امن خونو په هکله لږ معلومات ور کړل، ویل یې دا خو ډېر ښه ځای دی، خو دا یې اوس نوم اوري او که داسې ځایونه ښځو لپاره وي، ډېرې داسې ښځې به چې د تاوتریخوالي سمندر کې لاهو شوې دي له مرګ د ژوند ډګر ته ور ودانګي.

ورته مطالب