افغان ډاکټر د '۲۰۱۸ کال د روټري سولې جایزه' ګټلې

افغان الاصله برتانوي ډاکټر وحید ارین د ۲۰۱۸ کال د روټري په نامه سولې نړیواله جایزه ګټلې ده. نوموړي ته دغه جایزه د ارین ټیلي هیل روغتيايي خیریه بنسټ د خدمتونو له امله وړ کړل شوې ده.

ارین ټيلي هیل خیریه بنسټ د برتانیا، امریکا او نورو هېوادونو داوطلب ډاکټرانو ته فرصت برابروي چې په جګړه ځپلو او لږ وسایل لرونکو هېوادونو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دغه بنسټ همکارو ډاکټرانو ته د دماغي ناروغیو، ټکرونو او نورو بېړنیو ناروغيو درملنې پر مهال سلامشورې ور کوي.

تر اوسه یاد روغتیايي خیریه بنسټ په افغانستان او سوریه کې د لسګونو ناروغانو ژوند ژغورلی دی. ښاغلي ارین تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د 'نړیوال اتل ' جایزه ګټلې وه.

د انځور حقوق DR. ARIAN
Image caption ډاکتر ارین افغانستان ته د سفرونو پر مهال له سیمه ییزو ډاکترانو سره له نژدې خپلې تجربې او زدکړې شریکوي.

نوموړی له هغو شپږو کسانو و چې د ملګروملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري څانګې، یونیسکو د "افراطیت او نه زغم پر وړاندې د نړیوال کمپاین" اتلان پېژندلي وو.

نړیوالو ته ځکه د ډاکتر ارین لاسته راوړنې د پام وړ دي چې له یوه جګړه ځپلي هېواده په ماشومتوب کې کډوال شوی او اوس چې شاوخوا ۳۳ کلن دی، د نړۍ یو له پېژندل شویو مرستندویه څېرو دی چې د لسګونو کسانو ژوند یې ژغورلی دی. ډاکټر ارین به خپل خدمتونه افریقا ته هم پراخ کړي.

د ملګرو ملتونو دوامداره پراختیایي موخې او افغانستان

ملګري ملتونه په لومړي ځل یو افغان ته د "نړیوال اتل" جایزه ورکوي

نوموړي د برتانیا د روغتیايي زدکړو ادارې سره په همغږۍ د یوګانډا او سویلي افریقا په کلیوالي سیمو کې ازمایښتي کارونه پیل کړي چې وروسته به نورو افریقايي او اسیايي هېوادونو ته هم وغځېږي.

ډاکټر ارین نژدې ۱۵ کلن و چې له افغانستان څخه د کډوال په توګه برتانیا ته لاړ او هلته یې په کامبرېج پوهنتون کې د درملو په برخه کې زدکړې وکړې.

نوموړي د برتانیا په لېورپول کې د اینټري پوهنتون په روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده کوله چې د ارین ټیلي هیل روغتيايي خیریه بنسټ یې رامنځته کړ.

دغه بنسټ دمګړۍ تر ۱۰۰ ډېر رضاکار روغتياپالان لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان ډاکټر چې له لرې د جګړه ځپلو درملنه کوي

ډاکټر ارین ویلي، ما د ارین ټیلي هیل بنسټ د دې لپاره رامنځته کړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ناروغان وکولای شي، د ټیکنالوجۍ پر مټ د نړۍ له روغتيايي خدمتونو برخمن شي:

"زموږ هدف دا دی چې ځايي ډاکټران وکولای شي، د خپلو ناروغانو ممکنه - غوره درملنه وکړي."

نوموړي زیاته کړې، په دې کار سره موږ هغه ټولنې سره یو ځای کړې چې ښايي هیڅ سره مخامخ شوې نه وای:

" له دندې رخصت ډاکټر کولی شي له خپل کوره د موبایل له لارې په کابل کې د یو ځوان ناروغ ژوند وژغوري."

د انځور حقوق TELEHEAL

ډاکټر وحید ارین زیاته کړې، موږ هوډ لرو د روغتيايي زدکړو پروګرامونه مو پراخ او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړو.

روټري د سولې نړيواله جایزه د Rotary International بنسټ له خوا ور کول کېږي. دغه بنسټ په ټوله نړۍ کې په ۳۵۰۰۰ کلبونو کې ۱،۲ میلیونه غړي لري.