ننګرهار: د داعش وسله والو مرکز ورانولو ادعا شوې

افغانستان

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي، له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یې د ننګرهار هسکې مېنې په ګورګورۍ سيمه کې د داعش وسله والو یو مرکز ویجاړ کړی دی.

افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموريت د ځانګړو عملیاتو مشر، ډګروال جوشوا تيل نن په دې ولسوالۍ کې د خبرو پر مهال وويل، په دې دوې میاشتنیو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د داعش لږترلږه ۱۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

ډګروال تيل زياته کړه، دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو سربېره لسګونه ځانګړو امريکايي سرتېرو برخه درلوده .

''زموږ کمانډو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې داعش وسله وال له ګورګورۍ سيمې په بشپړه توګه ووېستل. دا د داعش لپاره مهمه سيمه وه. داسې ځای چې دغې ډلې ته يې د مالي او لوژستيکي ملاتړ زمينه برابروله. د داعش په شا تمبولو سره مو سیمې ته د خلکو بېرته ستنېدو لاره هواره کړه. داعش ډلې له همدې ځايه په کابل او جلال اباد بريدونه پلانول.''

په دې عملیاتو کې نهه دوکانونه او پنځه تونلونه چې داعش ترې د پټنځایونو په توګه ګټه اخېسته له منځه وړل شوي دي. افغان او امريکايي ځواکونه تاييدوي چې په دې عملیاتو کې د وژل شويو په ډله کې بهرني جنګيالي هم وو.

د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل وويل:

''هغه وسله وال چې دلته وژل شوي، په کې د چين د سينکیانګ، تاجيکستان، ازبکستان او چيچن وګړي شامل دي، دغه راز دلته د افغانسان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي چې جنګيدل هم وژل شوي دي''

ښاغلی بشرمل زياتوي، په دې ولسوالۍ کې د داعش او بهرنیو ځواکونو ترمنځ جګړو زرګونه کورنۍ اړې کړې، چې خپلې مېنې پرېږدي او په وینا یې لږ ترلږه لس زره کوچنيان يې له زده کړو پاتي کړي دي.

د ګورګورۍ د تازه عملیاتو په بهیر کې هم یو شمېر کورنۍ اړې شوې، چې سيمه پرېږدي او د دې ولسوالۍ او د جلال اباد ښر امن سيمو ته کډوال شي.

له دې ولسوالۍ د جګړو له وېرې له پخوا کډه شوې کورنۍ لا هم خپلو سيمو ته بېرته نه دي تللي. په ګورګورۍ، سربېره پاپين او شابۍ کې له دې وړاندې هم څو ځل عملیات شوي، خو د افغان ځواکونو په وتلو يادې سيمې بېرته د داعش لاس ته ولوېدې.

اوس دوی وايي، پر سيمه یې د ولکې لپاره هلته د کمانډو او بهرنیو ځواکونو يو لوی مرکز جوړ کړی دی.

اچین ولسوالۍ هغه سیمه ګڼل کېږي، چې د داعش وسله والې ډلې لوی مرکزونه پکې دي، خو هلته یو کال وړاندې د دوی په پټنځايونو د 'بمونو مور ' له کارولو وروسته په تېرو څو میاشتو کې د دې ډلې وسله وال د پچيراګام تورې بوړې سیمې ته تللي، چې د ځايي چارواکو په وينا داعش غواړي خپل دايمي مرکز يې کړي.

دې ډلې په خپل وروستي بريد کې په جلال اباد کې سيکان او هندوان په نښه کړل چې په هغه برید کې یې ۱۹ تنه ووژل او همدومره نور يې ژوبل کړل.

که څه هم افغان او بهرنيو ځواکونو۲۰۱۷ کال د داعش د پرځېدو کال اعلان کړی و، خو د ۲۰۱۸ کال د څو مياشتو په تېرېدو سره دوی ومنله چې لا هم داعش په افغانستان کې ځای ځای مقاومت کوي او د جګړو ليکو ته يې بهرني جنګيالي ور روان دي.