'خپلمنځي' برید کې یو امریکایی پوځي وژل شوی

ناټو دا برید "خپلمنځی برید" بللی دی.
Image caption ناټو دا برید "خپلمنځی برید" بللی دی.

په افغانستان کې پرېکنده ماموریت وايي، یو امریکایی سرتېری په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د پېښې د څرنګوالي او ځای په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پرېکنده ماموریت له قومندانۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، پېښه د افغانستان په جنوب کې شوې ده، خو تر اوسه د برید کوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې هغه نیول شوی او که نه.

ناټو دا برید "خپلمنځی برید" بللی دی.

وسله والو طالبانو ویلي، اورزګان کې یوه افغان سرتېري پر امریکايي پوځيانو ډزې کړې دي.

ناټو وايي، پېښه کې دوه پوځيان ټپیان شوي هم دي.

افغانستان کې ۲ امریکایان ووژل شول

د افغانستان یوه پولیس افسر فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، پېښه د ارزګان ولایت ترینکوټ ښار په هوايي ډګر کې شوې ده، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.‌

دا برید وروسته تر هغه شوی، چې څه موده وړاندې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځيان په ډزو ووژل؛ خو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې دا افغان سرتېری په حقیقت یو طالب و.

ورته مطالب