اوزبېکستان؛ د افغان سولې د هلو ځلو نوې پته

د مرکزي آسیا لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی وايي اوزبېکستان طالبانو ته د مخامخ تماس له لارې تاشکند ته د ورتلو او هلته له افغان حکومتي چارواکو سره د سولې خبرو ته د کېناستو بلنه ورکړې.

شاکر کارګر بي بي سي ته ویلي، د سولې لپاره د اوزبېکستان په هلو ځلو کې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو په اېښودل شوو شرایطو هم بحث شوی او هغه له افغان دولت سره شریک شوي هم دي، خو د هغه په وينا "دا دوامداره بهیر دی او پایلې به يې وخت اخلي".

کابل ته د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزير عبدالعزیز کاملوف هم په خپل وروستي سفر کې په افغانستان کې ژرمهالي ټیکاو او سولې ته جدي هیله وښوده.

هغه تېر ماښام په کابل کې وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې دوی "ګڼ ګامونه" اوچ کړي او په وينا يې ډېر ژر به "د مثبتو بدلونونو" شاهدان وي.

هغه چې په خپل ددغه سفر کې له حکومتي او غیرحکومتي دواړو لورو سره په "روښانه ټکو" غږېدلی د خپل هېواد د ولسمشر په ټکو "د افغانستان امنیت د اوزبېکستان امنیت" وباله.

تاشکند غونډه کې د افغان حکومت غوښتنې

افغانستان له ازبکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېرول غواړي

پومپیو: افغانان د سولې د خبرو مشري کوي

په مرکزي آسیا کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر بي بي سي ته وويل، اوزبېک چارواکي له پاکستان سره هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو غږېدلي.

هغه وايي "موږ پوهېږو چې له پاکستاني چارواکو سره د دوی د کتنې اصلي اجنډا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې وې".

مرکزي آسیا ته د افغان حکومت دغه استازی وايي اوزبېک چارواکو د لومړي ځل لپاره په ډاګه د طالبانو له رهبرۍ سره د خپلو اړيکو په اړه خبرې کړې او په رسمي ډول يې د طالبانو د قطر دفتر ته په تاشکند کې له افغان چارواکو سره کېناستو ته بلنه ورکړې.

د انځور حقوق ARG
Image caption کابل ته د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزير عبدالعزیز کاملوف هم په خپل وروستي سفر کې په افغانستان کې ژرمهالي ټیکاو او سولې ته جدي هیله وښوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل وروستي سفر کې د کابل په ارګ کې خبریالانو ته ويلي و چې د چین او ازبکستان په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه اوس په افغانستان کې د سولې په اړه همغږي دي.

ولسمشر غني هم همدې ټکي ته په اشارې سره ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په سیمه کې مثبت بدلون راوستی او د سیمې هېوادونه باید په صادقانه توګه د دې ستراتيژۍ ملاتړ وکړي.

په تېره مارچ مياشت کې هم د اوزبېکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو غونډه جوړه شوه چې پکې افغان حکومت "د سولې او امنیت لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع" را منځ ته کولو هڅه وکړه.

ورته مطالب