ناټو سر مشریزه کې به افغانستان هم د اجنډا مهمه برخه وي

ناټو د انځور حقوق AFP

برسلز کې د ناټو 'شمالي اتلانتیک تړون ' سرمشریزه کې به افغانستان هم د اجنډا مهمه برخه وي. دغه سرمشریزه کې به د ناټو غړو هېوادونو مشران، د ناټو د نورو نړیوالو ملګرو هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازي هم شامل وي.

په سرمشریزه کې به د افغانستان په اړه تر تولو مهم ټکی له ۲۰۲۰ کال ور ها خوا د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ او افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت د ځواکونو په شمېر کې پر زیاتوالي غور وي.

د ۲۰۱۶ کال وارسا په غونډه کې ناټو او نړیوال ملګرو یې تر ۲۰۲۰ کاله د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ هوډ ښوولی وو. دې غونډه کې به ټینګار پر دي وي چې افغانستان سره د نړیوالو مالي ملاتړ لږ تر لږه تر ۲۰۲۴ کاله وغځول شي.

پر دې سربېره به افغانستان کې پر ثبات او طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پر هڅو هم خبرې وشي. ناټو سازمان به پر دې غور وکړي چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې وړاندیز له لارې څه ډول افغان جګړې ته سیاسي حل لار موندل کېدای شي.

ناټو به دې سره همهاله افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو د شمېر پر زیاتولو هم غور کوي. داسې رپوټونه دي چې ښایي ناټو افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو شمېر تر ۳۰۰۰ تنو زیات کړي چې دې سره به د ټولو ځواکونو شمېر نژدې ۲۰۰۰۰ ته ورسېږي.

افغان پلاوی به هم چې مشري یې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله کوي له ناټو او نړیوالو ملګرو یې ځینې غوښتنې ولري. د افغان پلاوي ډېر ټینګار به تر اوږدې مودې پورې د نړیوالو مالي ملاتړ تر لاسه کول وي.

د ولسي وګړو مرګژوبله

دوه کاله وړاندې د وارسا په غونډه کې ناټو او افغان حکومت پر یوې داسې تګلاره سلا شوي وه چې له مخې یې د بهرنیو په ملاتړ افغان ځواکونو وکولی شي د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې جګړه کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.

خو د بشري حقونو د څار نړیوالې کمېټې په یوه نوي راپور کې ویلي چې ناټو او افغان ځواکونه نه دي توانېدلي چې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې مخه ونیسي.

دوی همدا راز پر ناټو او افغان حکومت نیوکه کړې چې د داسې بریدونو په بشپړه پلټنه کې هم پاتې راغلي چې ولسي وګړو ته په کې مرګژوبله اوښتې.

د بشري حقونو د څار کمېټې له ناټو غوښتي چې د برسلز په سرمشریزه کې پر داسې یوه مېکانېزم او تګلارې غور وکړي چې له مخې یې افغان جګړه کې د ولسي وګړه مرګژوبلې په بشپړ ډول مخنیوی وشي او یا په کې لږ تر لږه کموالی راشي.

افغانستان او ناټو

دمګړۍ افغانستان کې د ناټو څه باندې ۱۶۰۰۰ پوځيان دېره دي چې د ۳۹ بېلا بېلو هېوادونو استازیتوب کوي. د برسلز په سرمشریزه کې به ناټو د دوو نورو ملګرو هېوادونو متحده عربي اماراتو او قطر هرکلی وکړي چې افغانستان کې به د ناټو پرېکنده ماموریت کې برخه اخلي او هلته به خپل پوځیان استوي.

دې سره به افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت کې د ونډه لرونکو هېوادونو شمېر ۴۱ ته لوړ شي. افغانستان کې تر ټولو ډېر د امریکا پوځیان دي چې شمېر یې نژدې ۸۵۰۰ تنو ته رسېږي.

ناټو د جګړییزو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، افغانستان کې څه کوي؟

د ناټو لا ډېر پوځیان به د افغانستان ستونزه هواره کړي؟

ناټو: د ولسمشر غني د سولې د هڅو ملاتړ کوو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر اپریل کې د ناټو سرمنشي ین سټولټنرګ ویلي و، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د سولې په برخه کې یې وسله والو طالبانو ته کړی دی.

افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت جګړه ییز رول نه لري او دنده یې یوازې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ده.

د برسلز په غونډه کې به ناټو له غړو هېوادونو او نړیوالو ملګرو یې وغواړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ تر ۲۰۲۴ کاله وغځوي.

په دې کې به د ناټو د پرېکنده ماموریت شامل وي چې افغان ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورې په برخه کې مرسته کوي او د افغان امنیتي ځواکونو د مالي لګښت پرې کول هم شامل دي.

  1. ۸۴۷۵امریکا
  2. ۳۰۰اسټرالیا
  3. ۶۵۰بریتانیا
  4. ۸۹۵اېټالیا
  5. ۱۳۶البانیا
  6. ۱۲۱ارمنستان
  7. ۱۷اتریش
  8. ۱۲۰اذربایجان
  9. ۸۷۰ګورجستان
  10. ۱۳۰۰جرمني
  11. ۲ایسلنډ
  12. ۳۷لتویا
  13. ۱۲۰منګولیا
  14. ۲۰مونټېنېګرو
  15. ۱۶۰هالنډ
  16. ۱۹۳پورتګال
  17. ۶۹۳رومانیا
  18. ۳۶سلواکیا
  19. ۴۷مقدونیا
  20. ۵۰۶ترکیه
  21. ۷۸بلجیم
  22. ۶۳بوزنیا هرزېګوېنیا
  23. ۱۵۸بلغاریا
  24. ۱۰۵کرویشیا
  25. ۲۸۱چېک جمهوریت
  26. ۱۵۵ډنمارک
  27. ۴۰اېستونیا
  28. ۲۹فېنلنډ
  29. ۶یونان
  30. ۹۳هنګري
  31. ۵۰لېتوېنیا
  32. ۲لګزومبورګ
  33. ۱۳نیوزیلنډ
  34. ۵۵ناروې
  35. ۳۱۵پولنډ
  36. ۸سلوېنیا
  37. ۴۰اسپانیا
  38. ۲۹سویډن
  39. ۱۱اوکرایین