سعودي غونډه: افغان حکومت اسلامي دی او د افغانانو وژل اسلامي اصولو خلاف دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جده کې د افغان جګړې په اړه غونډه

په افغانستان کې د سولې او جگړې په اړه د بحث لپاره سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د علماو غونډې په خپل پريکړه ليک کې ټينگار کړی چې د افغانستان دولت اسلامي دی، خلک یې مسلمانان دي او وژل یې د اسلام د اصولو او ښوونو مخالف کار دی.

له مکې مکرمې د بي بي سي خبریال عبیدالله حسام په خپل رپوټ کې کاږي، دا غونډه چې د اسلامي هېوادو د سازمان (او ای سي) او د سعودي عربستان د حکومت لخوا په ګډه جوړه شوې وه، په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې په ملي کچه خبرې اترې د روانې اوږدې افغان لانجې د حل لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د غونډې ګډونوالو داهم وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د عامو خلکو وژل د اسلام له نظره حرام دی.

په دې غونډه کې د ٣٧ هېوادونو شاوخوا سلو علماو برخه اخيستې وه . د غوڼدې پريکړه ليک په افغان جګړه کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې جګړه بنده او د افغانستان شخړه د مخامخو خبرو له لارې حل کړي .

د طالبانو غبرګون

وسله والو طالبانو سعودي کې د اسلامي هېوادونو د علماو د غونډې پاى په اړه خپلې اعلاميې کې بيا له هغې سره مخالفت کړى او دا ډول غونډې يې د امریکايي چارواکو او پوځيانو طرحه او برنامه بللې.

طالبانو همدارنگه د سعودي عربستان له حکومت نه هیله کړې چې د دوى په خپلو ټکو چې د افغانستان د اشغال له پای ته رسولو سره مرسته وکړي.

د غونډې له پیله وړاندې طالبانو د دې په برخه والو غږ کړی و چې د هغوی د هڅو ملاتړ وکړي. له ۱۰۰ زیاتو دیني عالمانو چې دغه غونډه کې یې د ۳۷ اسلامي هېوادونو استازولي کوله له غونډې وروسته اعلامیه کې ویلي، چې د شریعت له مخې د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده.

د انځور حقوق ISLAMICNEWS.ORG.SA
Image caption یوسف بن احمد العثیمین: "هڅه دا ده چې د اسلام له لارښوونو په ناسمه توګه ترهګریزو اعمالو کې د ناوړه ګټې اخیستو مفاهیم روښانه کړل شي."

د دغې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه وړاندیز تایید کوو، چې طالبانو ته یې له قید او شرط پرته پکې د مخامخ سولې خبرو بلنه ورکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمین وايي:

''نه یوازې د افغانستان بلکه د نړۍ عالمان نن د کعبې څنګ کې راټول شول او د دوو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې. پخلاینه په اسلام کې مهم امر دی او هغه څوک ثواب ترلاسه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ پخلاینه کوي. دویمه موضوع، ترهګري، سخت دریځي په اسلام کې نشته او هرڅوک چې ترهګریزو فعالیتونو ته دیني بڼه ورکوي، دا د شریعت او نص په بنسټ حرام کار دی. ''

افغان پلاوی د غونډې له پایلو خوښ ښکاري. د افغانستان سولې شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک وايي:

''دغه خبرې به د افغانستان جګړې ختمېدو لپاره ډېرې مهمې او موثرې ثابتې شي. موږ ډاډه یو، هغه څه چې افغان علماوو او خلکو ویل، چې دې ملت باندې جنګ ناروا دی، نن په حرم الشریف کې د اسلام ټولو علماوو په ټول قوت وویل، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر وړاندې روانه جګړه فتنه ده او د دې فتنې ختمول پکار دي. ''

د انځور حقوق @OIC
Image caption غونډه د سعودي عربستان او اسلامي همکاریو سازمان لخوا د دې لپاره جوړه شوې وه، چې د افغان دولت په ملاتړ په افغانستان کې د اسلام له نظره د روان جنګ ارزونه وکړي.

دغه کنفرانس ته له پاکستانه هم دیني عالمان بلل شوي وو، خو ډېرو عالمانو د خپلو دلایلو له مخې غونډه کې ګډون و نه کړ. یوازې د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز دغه کنفرانس ته ورغلی و.

'طالب مشران حرمین ته د سولې خبرو لپاره راوغواړئ'

"سعودي له طالبانو غوښتي له جګړې لاس واخلئ"

نوموړي سعودي عربستان کې د بي بي سي خبریال ته په دې اړه وویل:

''د اختر رخصتۍ هم وې او د او ای سي او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر منځ د روابطو کمی هم راته ښکاري. څلور علما چې غوښتل شوي وو، هغوی لندن کې دي او زموږ هېواد کې د دې میاشتې پر ۲۵ ټاکنې کېږي، چې خورا مهمې دي او ډېر علما هلته هم بوخت دي، البته د دريو علماوو په هکله ما ته معلومات شته چې معذرت یې کړی دی. ''

نوموړی وايي:

''د پاکستان نظر او زما شخصي نظر هم دا دی، چې له خبرو پرته اوسمهال د سولې ټینګښت لپاره بله لاره نه شته. ''

دغه کنفرانس کې له ایران نه هم دیني عالمانو ګډون نه و کړی.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د او ای سي غونډې ګډونوالو عالمانو د دې خبرې هرکلی کړی دي، چې افغان جګړه یې فتنه بللې او ویلي یې دي، چې دا جګړه مشروعیت نه لري.

په یوه وینا کې ولسمشر غني د افغانستان د سولې او ثبات په لړ کې د سعودي عربستان او نورې اسلامي نړۍ مننه وکړه.

د انځور حقوق .

دې سره هم مهاله د پاکستان جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سمیع الحق د افغانستان سولې په تړاو د سعودي عربستان غونډه د امریکا او نورو غربي هېوادونو دسیسه بللې ده. مولانا سمیع الحق په یوه اعلامیه کې له عالمانو غوښتي، چې د ده په خبره د غربي نړۍ د دغې دسیسې د ناکامولو لپاره جدي ګام پورته کړي.

ښاغلي سمیع الحق ادعا وکړه، دا هر څه د امریکا او غربي نړۍ په خوښه تر سره کېږي. مولانا سمیع الحق په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم مشر دی. د افغان طالبانو ډېرو غړو او مشرانو په همدې مدرسه کې زده کړې کړې او له همدې امله داسې فکر کېږي، چې نوموړی پر افغان طالبانو هم اغېز لري.