د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا له مشر سره مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ځانمرګي بریدونه اسلام کې هېڅ ځای نلري"

افغانستان کې د سولې او ارامۍ په اړه د اسلامي عالمانو دوه ورځنۍ نړيواله غونډه نن د سعودي مکه کې د يوې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسېده. اعلاميه چې د مکې اعلان يې بولي، افغانستان کې سوله ييزې حل لارې ته د رسېدو يوه شرعي لارنقشه ګڼل کېږي. سازمان جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو د ارامۍ او اوربند ، او هم د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه کوي. عبيدالله حسام د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا له مشر قبله ايازه وپوښتل چې ولې نور پاکستاني علما دې غونډې ته نه و ورغلي؟