پنجشېر کې د طبيعي بند ماتېدو ۵۰۰ کورونه زيانمن کړي

پنجشیر د انځور حقوق ZAHRA YAGANA
Image caption "یاد طبيعي بند د پنجشېر ولايت په پېشغور کلي کې و او دا اندېښنه هم وه چې نړېدل به يې د پنجشېر د سیند مخه ډب کړي او بل ناورین به رامنځته کړي، خو د هغه په وینا چې د سيند مخه نه ده ډب شوې".

د افغانستان د طبيعي ناورینونو په چارو کې د دولت وزارت وايي په شمالي ولایت پنجشېر کې د پېشکندا په نامه د يوه طبيعي بند نړېدو ۵۰۰ کورونه زيانمن کړي او پنځه کسان ورک دي.

د دغې ادارې مرستيال محمد قاسم حيدري بي بي سي ته ویلي، پېښه تېره شپه (د چنګاښ په شلمه) شوې او لامل يې هم د هوا تودېدل دي چې د یخونو وېلي کېدو د دغه طبيعي بند دېوال نړولی.

هغه ویلي، یاد طبيعي بند د پنجشېر ولايت په پېشغور کلي کې و او دا اندېښنه هم وه چې نړېدل به يې د پنجشېر د سیند مخه ډب کړي او بل ناورین به رامنځته کړي، خو د هغه په وینا چې د سيند مخه نه ده ډب شوې.

ښاغلي حيدري زیاته کړې، اوس د مرستې او ژغورنې ډلې له خېمو او خوراکي توکو سره سيمې ته استول شوې، خو لا هم د پېښې له امله د اوښتو زیانونو کچه نه ده مشخصه شوې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا پېښه د ځمکې ښویېدل بللي او وايي، په دې پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي.

افغانستان: سېلاب ځپلي ۵۰۰ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا لري

افغانستان کې سېلاب ځپلې سیمې

د ارګ په ويناپاڼه کې راغلي، د افغانستان ولسمشر پوځي او ملکي چارواکو ته لارښوونه کړې چې ژر د ځمکې او هوا له لارې زیانمنو شوو کسانو ته مرستې ورسوي او هلته بند کسان هم وژغوري.

د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم ويلي چې پېښه د سېلابونو او د سیمې اوسېدونکو ته د زیان رسېد ولامل شوې او په پنجشېر سيند کې يې د اوبو کچه هم لوړه کړې.

افغانستان په وچه چاپېر هېواد دی چې د سخت ژمي او وچکاليو تر منځ پکې د زلزلې، ځمکې ښوېدنې، واورېژ، توپان او سېلاب په څېر طبيعي ناورينونه هم هم ډېر دي.

اټکلي شمېرې ښيي چې د ۱۹۷۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ له ۹ تر ۲۰ زره کسان په دغه هېواد کې د زلزلو له امله وژل شوي او سېلابونو هم له ۳۹۶ تر ۵۹۷ مېلیونه ډالرو پورې زیانونه اړولي او وچکاليو هم له ۶ تر ۹ مېلیونه کسان ته په دغو کلونو کې د سر او مال زیان اړولی.

د انځور حقوق ZAHRA YAGANA

افغانستان په نړۍ کې دولسم زلزله‌خېز هېواد دی. په وچکالۍ کې هم د نړۍ کپه کچه ۲۲ مقام لري. سېلابونو د راوتو په برخه کې هم د نړۍ ۲۴م هېواد دی. د ځمکې د ښوېدو له نظره دېرشم او د توپانونو په برخه کې ۸۲م هېواد بلل کېږي.

یوازې په ۲۰۱۲ کال کې کابو ۳۸۳ طبيعي پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې چې له ۲۵۸ زره کسانو ډېر يې په ۱۹۵ ولسوالیو کې زیانمن کړي دي. دغه پېښې د ۴۷۹ کسانو د وژل کېدو او د ۲۹ زرو کورونو د ويجاړېدو لامل شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب