سږکال افغانستان کې هندواڼې ډېرې، خو ساړه بازار یې اندېښنې راپارولي

د کابل د ميوو په بازارنو کې سږ کال د نورو مېوو پرتله هندواڼې ډېر ليدل کېږي، خو پلورونکي يې ناخوښ دي، ځکه د دوی په وینا ښه بازار نه لري.
د ميوو سوداګر وايي، دوی له امنيتي ګواښونو سره سره د افغانستان له ډېرو لېرې ځايونو پلازمېنې کابل ته مېوې راوړي، خو په ډېره ټيټه بیه یې پلوري.
هره ورځ لسګونه موټرې چې په کې هندواڼې او خټکي بار دي، د افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو کابل ته رارسېږي او د ميوو په دې بازار کې تشېږي.
خو د مېوو سوداګر د بازار له نشتوالي شکايت لري. فيزور چې تازه يې له کندزه څو موټره هندواڼې کابل ته راوړي وايي، بيې ټېټې دي او تراوسه يې ډېره ګټه نه ده ترلاسه کړې.
د کندز تر څنګ له هلمند، فراه او ننګرهاره هم هندواڼې کابل ته راوړل کېږي. دا هندواڼې د ګاونډيو هېوادونو د هندواڼو په نيمه بيه پلورل کېږي. سږ کال د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې د هندواڼو حاصلاتو د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی کړی دی.
تېر کال د دې ولايت له پنځو ولسوالیو ۹۰ زره ټنه هندواڼې ترلاسه شوې، خو د ننګرهار د کرنې مسؤلین وايي سږ کال به کروندګر سل زره ټنه ترې ترلاسه کړي.
د ننګرهار د کرنې رياست مشر رفیع الله رحیمزی وايي، اوس د هندواڼو بازار له پخوا ښه دی.
سيد شاه د ميوو یو بل پلورونکی دی چې له هلمنده کابل ته راغلی. هغه وايي، د افغانستان تازه مېوې نه د هېواد دننه ښه بازار لري او نه سوداګرو سره د دې اسانتياوې شته چې دا ميوې نورو هېوادونو ته واستوي.
د افغانستان د ميوو په بازارونو کې د چين، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو محصولات هم پلورل کېږي، خو د دې هېواد له ميوو يې بيه لوړه ده. خو د نورو هېوادونو د مېوو بسته بندۍ او ښه کيفيت د پېرودونکو پام را اړولی دی، هغه څه چې د وطن په ميوو کې کم ليدل کېږي.
د کرنې په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار عبدالحميد هلمندی وايي، تراوسه د افغانستان کرنيزو محصولاتو ته سمه بازار موندنه نه ده شوې او معياري بسته بندۍ يې نه کېږي او دا دې لامل شوی، چې ښه بازار و نه لري.
دا مهال د افغانستان ځينې تازه ميوې پاکستان، هند، ترکيې او عربي هېوادونو ته صادرېږي. د دې تازه ميوو لږه برخه د حکومت له لوري امنيتي ځواکونو ته اخیستل کېږي، خو ډېره برخه يې په هېواد کې دننه مصرفېږي.
د خلکو کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو اوس هم ډېر شمېر کورنۍ د ميوو د اخېستلو وس نه لري.