د هندواڼو تود بازار
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هندواڼو تود بازار

د کابل د ميوو په بازارنو کې سږ کال د نورو مېوو پرتله هندواڼې ډېر ليدل کېږي، خو پلورنکي يې ناخوښه دي، ځکه د دوی په وینا ښه بازار نه لري.

د ميوو سوداګر وايي، دوی له امنيتي ګواښونو سره سره د افغانستان له ډېرو لېرې ځايونو پلازمېنې کابل ته مېوې راوړي، خو په ډېره ټيټه بیه یې پلوري.