د طالبانو بریدونو کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي

افغان سرتېري د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان شمالي کندوز ولایت دشت ارچي او تخار خواجه غار ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې د لږترلږه ۳۰ سرتېرو د وژل کېدو او د ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، په ''خواجه غار '' ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده او د ۳۱ پوځیانو له وژل کېدو سره سره ۱۷ نور سر تېري ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره برید سهار وختي نژدې ۳ بجې شوی دی او هلته د پوځ ټول تجهیزات د وسله والو لاس ته لویدلي دي.

د نوموړي په وینا طالبانو له دغه ځایه درې 'هموي ' ډوله پوځي ګاډي او درې 'رنجرز ' هم له ځان سره لېږدولي دي.

دغه پوسته د کندوز او تخار ولایتونو پر پوله د جګړې سیمې ته څېرمه پرته ده او ویل کېږي، چې د پوځي پوستې له سقوط وروسته د محلي پولیسو پوستې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د کندوز ولایت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، تېره شپه پر یوه اډه د طالبانو برید کې د ملي اردو ۶۰ سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بل خوا په لوېدیځ فراه ولایت کې هم د طالبانو ډله ییز برید کې لږترلږه څلور سرتېري وژل شوي.

بي بي سي فراه کې د افغان سرتېرو پر پوستې د طالبانو د برید یوه وېډیو ترلاسه کړې، چې ګڼ ټپي سرتېري پکې پراته دي.

د اوربند پای ورځ؛ طالبانو لسګونه افغان سرتېري وژلي

د وسلوالو په برید کې" ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي

د طالبانو برید کې لږترلږه '۲۹ افغان پوځيان' وژل شوي

په وېډیو کې، چې د شپې اخیستل شوې ده، ظاهراً ښکاري چې د سرحدي پولیسو یونیفورم کې ۱۵ ټپي سرتېري ټپي حالت کې پراته دي او برید کوونکي طالبان ترې پوښتي چې ولې مخکې نه تسلیمېدئ.

وېډیو ثبتوونکی له افغان سرتېرو نیول شوي مهمات او ټانکونه شمېري، خو ټول سرتېري په وینو لړلي ټپي حالت کې پراته دي.

د انځور حقوق .

د اوربند پر مهال د طالبانو بریدونه

  • چنګاښ لومړۍ: د کندهار سپین بولدک کې د سړک جوړونې ۳۳ کارمنان یرغمل شول
  • چنګاښ ۷مه: تخار کې ۱۴ پوله ساتي ځواکونه ووژل شول
  • چنګاښ ۷مه: د پکتیکا ځانګړو ځواکونو قومندان عزیزالله کاروان کابل ښار کې ووژل شو
  • غبرګولی ۳۱مه: غزني، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو بریدونهه ۱۹ سرتېري وژلي
  • غبرګولی ۳۰مه: بادغیس کې ۲۹ سرتېري وژل شوي
  • غبرګولی ۳۰مه: د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي
  • غبرګولی ۳۰مه: د فاریاب کوهستان پر ولسوالۍ برید ۱۷ سرتېري او ۲۹ ملکیان وژل شوي

ورته مطالب