فراه کې طالبانو یوولس افغان سرتېري وژلي

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption فراه د افغانستان په لوېدیځ کې هغه نسبتاً نا امنه ولایت دی چې هوارې سیمې لري او له هرات، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د لوېدیځ فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي چې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکړل شوي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري بي بي سي ته وویلو پېښه کې د ملي اردو یوولس عسکر وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی مهري زیاتوي، د بالابلوک دیزک کلي کې د طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښته شوې.

چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې تر ګهیځه جګړې دوام درلود.

وسله والو طالبانو ویلي، د فراه وروستي برید کې یو طالب وژل شوی او طالبانو ۱۵ عسکر وژلي دي.

د طالبانو بریدونو کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي

واشنګټن پوسټ: ایران د فراه ناامنیو ته لمن وهي

بالابلوک د فراه له نا امنو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې په تېر یوه کال کې د دې ولایت په همدې او ځینو نورو ولسوالیو کې طالبانو پر ملي اردو او پولیسو ګڼ دا ډول نور ناڅاپي مرګوني بریدونه کړي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې هغه نسبتاً نا امنه ولایت دی چې هوارې سیمې لري او له هرات، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو سره ګډه پوله لري.

ویل کېږي طالبانو ته په دې ولایت کې له یوې سیمې تر بلې او ان څنګلورو ولایتونو ته تګ راتګ ډېر اسانه دی.

د روانې جولای پر ۱۲مه هم فراه کې د طالبانو ډله ییز برید کې لږترلږه څلور سرتېري وژل شوي وو.

بي بي سي فراه کې د افغان سرتېرو پر پوستې د طالبانو د برید یوه وېډیو ترلاسه کړې، چې ګڼ ټپي سرتېري پکې ښودل کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فراه له جگړې وروسته

د اوربند پر مهال د طالبانو بریدونه

چنګاښ ۲۱مه: فراه کې طالبانو څلور سرتېري وژلي ۱۵ یې نیولي

چنګاښ لومړۍ: د کندهار سپین بولدک کې د سړک جوړونې ۳۳ کارمنان یرغمل شول

چنګاښ ۷مه: تخار کې ۱۴ پوله ساتي ځواکونه ووژل شول

چنګاښ ۷مه: د پکتیکا ځانګړو ځواکونو قومندان عزیزالله کاروان کابل ښار کې ووژل شو

غبرګولی ۳۱مه: غزني، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو بریدونهه ۱۹ سرتېري وژلي

غبرګولی ۳۰مه: بادغیس کې ۲۹ سرتېري وژل شوي

غبرګولی ۳۰مه: د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

غبرګولی ۳۰مه: د فاریاب کوهستان پر ولسوالۍ برید ۱۷ سرتېري او ۲۹ ملکیان وژل شوي

ورته مطالب