ازبکستان ته ولې له افغانستانه اورګاډی تش ځي؟

اورګاډی د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان په شمال کې افغان سوداګر وايي، له ازبکستان سره د افغانستان د اړیکو پراخېدو مثبته ګټه کړې، خولاهم د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو راروان اورګاډي له دې لوري بېرته تش ځي.

ازبکستان افغانانو ته د وېزو ورکړې چاره اسانه کړې او هره ورځ سلګونه کسان د میاشتو او کال لپاره سوداکریزې او سیاحتي ویزې ترلاسه کوي.

ازبکستان له یوه کال راپدېخوا افغانستان سره خپلې اړیکې په کمسارې توګه غوړولې دي.

دغه هېواد د جوزجان د تېلو او هرات د مرمر ډبرو په کانونو کې پانګونې ته لېواتیا ښودلې او عملاً دا مهال د مزار شریف ترڅنډو د اورګاډو غځېدلې پټلۍ عملي چارې مخته وړي.

د بلخ د سوداګرۍ خونو مشر ارش یونسي وايي، مثبت لوري ته ګامونه پورته کېږي او افغانانو ته دا یو ښه زېری دی.

وال سټریټ ژورنال: چینایی اورګاډی له افغانستان نه بېرته تش تللی

دغه ګاونډي هېواد افغانان ته دویزو ورکړه آسانه کړي او هره ورځ يې سیاسي استازولۍ سلګونو کسانو ته وېزي ورکوي.

د "ای پک تورېزم" سیاحتي شرکت مسؤول نجیب الله کارګر وایي، له دې سره د دوی کار هم غوړېږي او د افغانستان د بېلو برخو اوسېدونکي ورته مراجعه کوي.

په مزارشریف کې سوداګر ګل عزیز جمالزی چې غواړي د ازبکستان وېزه ترلاسه کړي، وايي اړیکې غوړېدلې، خو په وینا يې په پرتله يیز ډول ډېره ګټه ازبکستان کوي ځکه دغه هېواد ته د رېل له لارې د افغان محصولاتو په صادرولو او ټرانزیټ کې لاهم ستونزې شته دي.

ډېر نور بیا چې په افغانستان کې نا امنیو، جګرو او د مرګ ژوبلې پرلپسې خبرونو متاثره کړي، غواړي دغه ارام ګاونډي هېواد ته د تفریح په موخه لاړ شي.

د انځور حقوق .
Image caption ازبکستان له خپلې خاورې چين او قزاقستان ته د افغانستان د صادراتو د لېږد اجازه نه ورکوي.

چارواکي وايي هڅې روانې دي چې له ازبکستان په بېلو برخو کې لاسلیک شوي سندونه عملي شي.

په وروستیو کې ازبکستان په مزارشریف کې له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړې او دغه رنګه له پولې هاغاړه د افغان دولت په پیسو د ترمز پوهتنون کې ۱۴۰ محلصین د اورګاډي پټلۍ او نورو برخو کې زدکړي کوي.

د چارو شنونکي تمه لري چې رامنځته شوي شرایط د افغانستان په نورو ګاوڼدیو اغېز وکړي او هغوی هم ورته سیاليو ته مخه کړي.

ورته مطالب