ټاکنیز کمیسیون: د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي

افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر نژدې پای تهر سېدلی د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر نژدې پای تهر سېدلی

په داسې حال کې چې افغانستان کې پارلماني ټاکنو ته نژدې درې میاشتې پاتې، ځینو لویو سیاسي ګوندونو د ټاکنو له کمیسونه د رای ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر باطلولو غوښتنه کړې چې وايي له الکترونیک سیستم سره دې بېرته له سره پیل شي.

د ټاکنو کمیسیون د دوی دا غوښتنه نه عملي کېدونکې او ټاکنیز بهیر د کړکېچ لوري ته بېول بللي دي.

د افغانستان راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نژدې نهه میلیون رای ورکوونکي د خپلو تذکرو (پېژندپاڼو) له لارې ثبت شوي.

د شنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو په خبرپاڼه کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې اوسنی بهیر د وخت ضایع کول او د میلیونونو ډالرو بې ځایه لګول او دا بهیر "نیمګړی او درغلیو ته لار هواروونکی" بلل شوی.

دوی د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر له سره پیلېدل او د ګوتو په نښې ثبتول غواړي.

افغانستان کې ټاکنو ته د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د تېرې وري/حمل میاشتې پر ۲۵مه پیل شو چې د چنګاښ تر نیمايي یې دوام وکړ.

د افغانستان پارلماني ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه

ټاکنو کمېسیون: یوازې په اصلي تذکرو د رایه ور کوونکو نوملیکنه اعتبار لري

د ټاکنیز کمیسیون غبرګون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی او ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، اوس د ټاکنیز قانون او د سیستم بدلولو وخت تېر شوی او د تلې ۲۸ ټاکنو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

دی وايي، د سیاسي ګوندونو د غوښتنې منل ټاکنو ته ټاکل شوې نېټه له ستونزو سره مخامخوي او دا غوښتنه یې نه عملي کېدونکې ده.

د انځور حقوق Arg
Image caption افغانستان کې ټاکنو ته د رای ورکوونکو د نومنلیکنې بهیر د تېرې وري پر ۲۵مه پیل شو چې د چنګاښ تر نیمايي یې دوام وکړ.

ښاغلي هاشمي له دغو سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې له کمیسیون سره همکاري وکړي او خپل څارنیز رول لا پیاوړی کړی.

په پام کې ده چې د افغانستان پارلماني ټاکنې د راتلونکې میزان/تلې میاشتې وروستیو کې وشي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې تر خپل وخت درې کاله ځنډول شوې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانو ته ټاکنې کېږي.

ورته مطالب