سعودي کنفرانس: ارزښت او اغېزې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي کنفرانس: ارزښت او اغېزې یې

د سعودي عربستان په جده او مکې مکرمې کې د افغانستان د سولې په اړه دوه ورځنی کانفرانس د طالبانو نه جګړې ته پای ورکولو او د سولې خبرو کې شاملیدو غوښتنې سره پای ته ورسېدله. دې کانفرانس کې له ۳۰ زیاتو هېوادو دینی عالمانو برخه درلودله.

کانفرانس ته د وینا پرمهال د مسجد الحرام امام د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله. د کانفرانس په اعلامیې کې راغلي چې د کشالې د هواري تر ټولو غوره لار خبرې اترې دي. په تېرو ۱۷ کالو کې په افغانستان کې افغان جګړې سره مخالفت په اړه دا دیني عالمانو د مخالفت د خپل ډول لومړنی غبرګون دی.

په دغه راډیويي بحث کې له عنایت الحق یاسیني سره د سعودي کانفرانس د غوښتنې په ارزښت، او ددې په اغېزو له افغانستانه د چارو شنونکي وحید مژده او مشتاق رحیم غږېدلي دي.