اریانا سعید د واده ډرامايي وړاندیز 'منلی'

اریانا سعید د انځور حقوق Getty Images

افغان سندرغاړې اریانا سعید ته نن شنبه د موسیقۍ یوه کنسرت پر مهال د هغې پخواني منیجر (مدیر) حسیب ساعد د واده وړاندیز وکړ، چې آریانا له یوې شېبې چوپتیا وروسته د (هو) په ویلو سره ومانه.

پر خواله رسنیو یوه خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د اریانا پروګرامونو پخوانی منیجر حسیب سعید ناڅاپه د استرالیا ملبورن ښار دغه کنسرت پر مهال پر دریځ راڅرګند شو، هغې ته مخامخ کېناست او ترې یې د واده کولو غوښتنه وکړه، چې د اریانا ځواب هم ورته مثبت و.

ویډیو کې لیدل کېږي، چې په تالار کې ناست خلک چکچکې کوي او دواړو ته مبارکي ورکوي.

اریانا پر خپله فېسبوکپاڼه د دې خبر پخلی کړی او کښلي یې دي، 'زما ځواب هو و، ما هو ورته وویل. '

د اریانا سعید کنسرت کېږي، خو ځای یې بدل شوی دی

اریانا سعید د اتلانتیک شورا د ۲۰۱۸ کال جایزو نوملړ کې

د خواله رسنیو د ډېری کاروونکو هم د اریانا او حسیب سعید د کوژدنې دغه ډرامايي انداز ته مثبت غبرګون ښودلی او اریانا ته یې مبارکي ویلي.

د اریانا سعید هنر په ځانګړې توګه د افغانستان په ځوان کول کې ډېر مینه وال لري.

اریانا سعید تېره جون میاشت کې د اتلانتیتک شورا "ازادي '' جایزه ترلاسه کړه. امریکايي فکري مرکز دا جایزه هغو کسانو ته ور کوي چې نړۍ کې د ازادۍ د پیاوړتیا او دفاع لپاره کار کوي.

اتلانتیک شورا اریانا سعید د راتلونکو افغان هنرمنانو لپاره بېلګه وبلله.

دا یې هم ویل، چې د خیریه کنسرټونو، د مېرمنو له حقونو د ښکاره دفاع او د افغان ولس د پوهاوي کچې د لوړولو په څېر کارونو له امله مېرمن سعید ته جایزه ور کوي. سره له دې چې افغانستان کې د مېرمن سعید د هنر او مدني چارو ملاتړي ډېر دي، خو کله کله یې چارې له غبرګون او سخت مخالفت سره هم مخ کېږي.

تېر کال پاریس کې د هغې د کنسرټ ویډیو افغان خواله رسنیو سخت غبرګون وپاراوه. افغان کارنو دغه پروګرام کې د نوموړې جامې مناسبې نه بللې.

هغې له دې نیوکو وروسته جامې وسوځولې او ویې ویل: په دغه سمبولیک کار سره غواړي چې "خلک د افغانستان بنسټیزو ستونزو" ته پام وکړي. له دې سره سره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې سندرغاړې ته "د افغانستان د مېرمنې غږ" نوم ور کړی دی.

اړونده مطالب