ولسمشر غني فاریاب کې له نیول شویو کسانو سره د 'بې قانونه' چلند د څېړلو امر وکړ

ارګ د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره فاریاب کې د نیول شویو کسانو سره چلند بې قانونه او د نه منلو وړ بللی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې د څېړلو امر کړی دی.

''د افغانستان حکومت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ داسې چلند، چې د هېواد له اصولو او نافذه قوانینو سره ټکر کې وي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه بولي. ''

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي:

''ولسمشر غني فاریاب کې د نیول شویو کسانو خپرو شویو تصویرونو او دغه راز په پکتیا او ننګرهار کې د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته د اوښتي زیان په تړاو ادارو ته امر کړی، چې څومره ژر ممکن وي، هر اړخیزه او جدي څېړنه یې وکړي. ''

په هغه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، د افغان کوماندو ځواکونو په یونیفورم کې یو شمېر کسان لیدل کېږي، چې هغه سړي وهي، ټکوي چې سترګې یې تړلې دي.

ادعا شوې، چې دغه کسان د جنرال عبدالرشید دوستم نژدې قومندان نظام الدین قیصاري ساتونکي دي.

له نظام الدین قیصاري سره نیول شوي اته کسان خوشي شوي

غني: که مې څوک دوست ګڼي یا دوښمن، خو قانون پلی کوم

د نظام الدین قیصاري پلویان ادعا کوي، چې دغه کسان لومړی په میمنه کې د قول اردو په لوا کې له نیول کېدو وروسته شکنجه شوي، چې پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي او یو وژل شوی دی.

د ښاغلي قیصاري پلویانو د هغه له نیول کېدو وروسته د احتجاج لړ کې د ولایت ودانۍ ته اور ور کړ.

بل لور ته له نظام الدین قیصاري سره د نيول شويو ۱۵ تنو له ډلې يې اته کسان د جمعې په ورځ په کابل کې خوشي او فارياب ته رسيدلي دي.

د انځور حقوق UGC
Image caption ادعا شوې، چې دغه کسان د جنرال عبدالرشید دوستم نژدې قومندان نظام الدین قیصاري ساتونکي دي.

د فاریاب والي نقيب الله فايق بي بي سي ته وويل، د نظام الدين قیصاري ساتونکي د هغوی د کورنۍ او لاريون والو د غوښتنو له مخې خوشې شوي دي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مخکیني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري او د هغه ساتونکي، ۱۲ ورځې وړانډې د شاهین قول اردو پوځیانو لخوا ونیول شول او کابل ته راوړل شول.

شاهین قول اردو په دې تړاو خبر پاڼه کې ویلي وو، چې ښاغلي قیصاري هلته امنیتي چارواکو ته سپکې سپورې وویلې، په مرګ یې وګواښل، چې ورپسې یې ساتونکو وسلې ته لاس کړ، چې پایله کې یې نښته رامنځته شوه.

ورته مطالب