د کوچیانو لپاره د روغتیايي مرکزونو طرح جوړه شوې

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، کوچیانو ته د ښو روغتیایي خدمتونو لپاره په یویې طرحې کار کوي. دغه وزارت وایي په ټول هیواد کې د کوچیانو لپاره ۲۵ ګرځنده او شپږ ثابته روغتیایي مرکزونه کار کوي، چې د دوی شمېر ته په کتو دغه مرکزونه په نشت حساب دي.

د بي بي سي خبریاله زمزمه نیازۍ چې کابل کې یې د کوچیانو لپاره له یوه ځانګړي روغتیايي مرکزه لیدنه کړې، په خپل رپوټ کې کاږي، چې کوچیان په ټول افغانستان کې ۲۵ ګرځنده روغتیایي مرکزونه لري.

ډېر کوچیان له دې شکایت کوي چې د روغتیایي مرکزونو نشتوالي له امله د دوی ښځې او ماشومان له واکسینونو او دارو درملو بې برخې پاتې کېږي. د کوچیانو د شمېر په اړه کره شمېرې نه شته، خو دولت یې شاوخوا یو نیم ملیون بولي.

افغان کوچیان وايي، غږ یې نه اورېدل کېږي

د کلیو پراختیا وزارت پر کوچیانو لمریز یخچالونه وېشي

په افغانستان کې د کوچیانو پر کره شمېر دولت او کوچیان یوه خوله نه دي. دولت وايي، کوچیان یې یو نیم میلیون دي، خو کوچیان وايي، د سرونو شمېر یې پنځه میلیونو ته رسي.

د انځور حقوق Getty Images

روغتیایي خدمتونه هم دوی ته د مېشتو وګړو په حساب ورکول کېږي. بل لور ته د افغانستان عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د کوچیانو د ښو روغتیایي خدمتنو برابرولو لپاره په یویې نوې طرحې کار کوي.

ډاکټران وایي کوچیانو کې د موسمي ناروغیو زیانونه ډېر وي، نو ځکه دوی ته باید ګرځنده روغتیایي مرکزونه زیات جوړ شي. د روغتیا وزارت چارواکي وایي، د نوې طرحې له مخې به د کوچیانو لپاره روغتیایي مرکزونه ډېر شي.

اړونده مطالب