د ټرمپ او پوتین لیدنه: څوک به څومره ګټه وکړي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption دا د دواړو مشرانو لومړنۍ رسمي لیدنه ده.

د امریکا لسمشر له روسي سیال سره د جولای پر ۱۶ د فنلېنډ پلازمېنه هیلسنګي کې ویني.

د ډونلډ ټرمپ او ویلادیمیر پوتین دا لومړنۍ خپلمنځي رسمي لیدنه ده، خو له دې مخکې یې مختلفو غونډو کې نارسمي لیدنې سره درلودې.

* عرب شهزاده، پوتین، ټرمپ او بلک واټر

* د ټرمپ او پوتین خبرې، که کارپوهانو ته د خطر زنګ"

د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ښاغلي ټرمپ د تېرې میاشتې له لیدنې وروسته اوس د روسیې له ولسمشر سره د نوموړي لیدنې ته د نړۍ سترګې دي.

خو د دې لیدنې پایله به څه وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ په برتانیا کې.

واشنګټن کې د نړیوالو چارو شنونکي کامران بخاري بي بي سي ته وویل، چې په دې تړاو لا ډېر انتظار پکار دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا ټاکنو کې له ټرمپ سره د روسیې د مرستو تورونه، چې ډونلډ ټرمپ او روسیې بیا بیا رد کړي دي.

"خو بیا هم د دې تورونو له امله ټرمپ پر روسیه هم سختې نیوکې کوي، ځکه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له امله پر ټرمپ سخت فشار دی".

کله چې بروکېنګز انسټیټیوټ په نوم اندیځ( فکري مرکز) یو غړی فیلو سټیون فایفر وپوښتل شو، نو هغه هیله وښوده چې دواړه لوري به د واشنګټن- مسکو اړیکو د لا ډېر خرابېدو مخنیوی باوري کړي.

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

* ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی

هغه دا هم وايي، چې په دې لیدنه کې به د اټومي وسلو کنټرولول د خبرو مهمه برخه وي.

"دا به هم وویل شي، چې امریکا تر هغه پر روسیه لګولي بندیزونه نه ختموي، چې مسکو د اوکراین شمال کې سوله راوستلې نه شي".

د هغه په خبره، اسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ د دې لیدنې لپاره یو مخ تیار دی او چې داسې ده، بیا هم د مثبتې پایلې ترلاسول ستونزمن دي. د پوتین په هکله هم ویل کېږي چې د خبرو لېوه(ماهر) دی.

"وېره ده چې یواځې لاسونه سره ور کړي، انځورونه واخلي او ستونزې او د اواري غوښتونکې مسلې پر ځای پاتې شي".

اندېښنې څه دي؟

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption دواړه مشران د فنلېنډ پلازمېنه هیلسنګي کې د جولای پر ۱۶ سره ګوري

په دې تړاو کامران بخاري د شمالي کوریا او امریکا خبرو ته په اشارې وايي:

"د شمالي کوریا سره د تاریخي لیدنې بشپړ رپوټ وايي، چې له دې خبرو ډېره ګټه د شمالي کوریا مشر ته ورسېده".

د نوموړي په خبره، د روسیې مشر هم د خپل هېواد د اقتصادي حالت له امله له نیوکو سره مخ دی، ځکه به دا لیدنه د خپلو شخصي موخو لپاره وکاروي.

"پوتین په دې لیدنې سره خپلو خلکو ته دا ویل غواړي چې له ټولو بندیزونو او د انساني حقونو له خلاف ورزیو سره سره امریکا د خبرو مېز ته کېنولی شي".

د ټرمپ نیوکګر وېره ښيي چې له دې لیدنې به روسیه ګټه وکړي، خو ټرمپ به تش لاسونه ستون شي.

د ناټو غبرګون

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو سرمشریزه کې د ډونلډ ټرمپ او مېرکل ترمنځ توندې خبرې وشوې.

د روسیې له ولسمشر سره تر لیدنې مخکې ډونلډ ټرمپ د ناټو سرمشریزه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنه برسلز کې و.

په دې سرمشریزه کې د ولسمشر ټرمپ او د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل ترمنځ سختې خبرې وشوې.

ډونلډ ټرمپ پر جرمني تور ولګاوه چې له روسیې اغېزمن دی، ځکه چې ډېره اندازه ګاز ترې واردوي.

ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې د ناټو ناسته له ولسمشر پوتین سره تر راتلونکې لیدنې ډېره سخته تمامه شوه.

له دې لیدنې مخکې د ځايي رسنیو رپوټ کې وویل شول، چې ډونلد ټرمپ د ناټو غړیو ته لیک استولی او پکې یې لیکلي دي چې د دې تړون غړي د دفاعي چارو لپاره ولې له امریکا ډېرې پیسې اخلي، خو خپله کمه بودیجه ځانګړې کوي.

ناټو وېرېږي چې د جي اووه ناستې په څېر ډونلد ټرمپ د ناټو تړون کې هم درز اچولی شي.

د ناټو تړون غړي روسیه د نړیوالې ټولنې لپاره ګواښ بولي او وايي، په دې تړون کې له نفاق روسیې ته ګټه رسېږي.