یوناما: روان کال جګړې ولس تر ټولو ډېر زیانمن کړی

د انځور حقوق AFP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما وروستۍ شمیرې ښیي چې د جګړې د ښکیلو اړخونو له خوا ولس ته د تر ټولو ډېر زیان اوښتل دوام لري.

یوناما یکشنبه( د جولای ۱۵) د یوه رپوټ خپرولو سره وویل، د ۲۰۱۸ د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰ افغانستان کې ۱۶۹۲ ولسي وګړي وژل شوي.

په رپوټ کې راغلي له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سیستماتیک ثبتول پیل کړي، دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

یوناما د جګړې پر ښکېلو خواوو یو ځل بیا غږ کوي، چې د ولسي وګړو د ساتنې هڅې زیاتې کړي.

دا اداره وايي وروستي رپوټ کې یې ۵۱۲۲ ولسي مرګ ژوبله مستنده کړې، چې ۱۶۹۲ مړي او ۳۴۳۰ ټپیان دي.

"دا د تیر کال پرتله درې سلنه عمومي کموالی دی - خو ملکي مړینه یوه سلنه زیاته شوې. په داسې حال کې چې د ملکیانو ټپي کیدل پنځه سلنه راکم شوي".

* یوناما: د کندوز هوايي برید ډېری قربانیان ولسي وګړي ول

* په هوايي بریدونو کې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله درې برابره شوې

په دغه رپوټ کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې ځای پر ځای شويو باروتو کارونه او دویم درجه کې نښتې د ملکي تلفاتو د ډېرې مرګ ژوبلې لامل بلل شوې دي.

"هغه ولسي وګړي چې په کابل، ننګرهار، فاریاب، هلمند او کندهار ولایتونو کې ژوند کوي، تر ټولو زیات جګړې ځپلي".

ورپسې هدفي او قصدي وژنې، هوایي عملیات او له جګړې پاته شوني چاودیدونکي توکي د ولسي مرګ ژوبلې سبب بلل شوي دي.

په رپوټ کې د ځمکنیو نښتو له امله د ولسي مرګ ژوبلې ۱۸ سلنه کموالی ښودل شوی، خو د وسلوالو په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې د دې مرګ ژوبلې "هیښوونکی" زیاتوالی مستند شوی دی.

یوناما دا هم وايي، د د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د افغان دولت هڅې دوام لري، چې په پایله کې یې دا مرګ ژوبله کمه شوې ده.

هوايي بریدونه

د انځور حقوق MOD
Image caption د بهرنیو ځواکونو پرتله د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله ولس ته اوښتې ده.

یوناما د دولت پلوه ځواکونو له خوا په هوایي بریدونو کې هم د ملکیانو د تلفاتو چټک زیاتوالی ثبت کړی دی.

دا اداره وایي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هوایي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

"یوناما د هوایي بریدونو له امله ۳۵۳ ملکي تلفات (۱۴۹ مړي او ۲۰۴ ټپیان) مستند کړي، چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالي په ډاګه کوي".

نوموړې ادارې د هوایي بریدونو له امله د ټولو رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه افغان هوایي ځواک، ۴۵ نړیوالو نظامي ځواکونو او پاتې درې سلنه نا مشخصو دولت پلوه ځواکونو ته منسوب کړې.

تېره اونۍ ننګرهار او پکتیا کې هم د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.

په خواله رسنیو کې د ماشومانو انځورونه ښودل شوي او ادعا شوې چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ په دې عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې د څېړلو غوښتنه وکړه.

د ښځو او ماشومانو مرګه ژوبله

یوناما وايي، د جګړې له امله د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو ۱۵۷مېرمنې وژل شوې او ۳۸۷ ټپي شوې دي، چې نږدې نیمایي یې د ځمکنیو نښتو له امله دي.

"که څه هم د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې په پرتله د ښځو عمومي تلفات ۱۵ سلنه راکم شوي، خو د هغوی تلفات لا اوس هم د جدي اندېښنې وړ دي".

یوناماوايي، په ورته مهال د جګړې له امله ۳۶۳ ماشومان وژل شوي او ۹۹۲ ټپیان شوي دي، د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې په پرتله ۱۵ سلنه کموالی په ډاګه کوي.

که څه هم یوناما له جګړې د پاتې چاودیدونکو توکو له امله د ماشومانو په تلفاتو کې کموالي ثبت کړی، خو زیاتوي، چې له جګړې د پاتې و چاودیدونکو توکو له امله د ملکي تلفاتو ۸۹ سلنه ماشومان جوړوي.

د یوناما د انساني حقونو څانګې مشرې ډانیل بل له خولې په دې رپوټ کې ویل شوي:

" په وسله واله جګړه کې د ماشومانو کړاونو په افغانستان کې ګڼ شکلونه خپل کړي، افغان هلکان او نجونې وژل شوي، ټپیان شوي، له جنسي تیري سره مخ شوي، ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل شوې او د جګړې د ښکیلو خواوو له خوا ګمارل شوي او ګټه ورنه اخستل شوې.

پوهنه په نښه کول

د انځور حقوق FB
Image caption خواله رسنیو کې ادعا شوې چې دا ښوونځی د لوګر مرکز اړوند سیمه کې دی او وسلوالو طالبانو اور ور کړی دی.

یوناما په دې هم اندېښنه څرګندوي چې د حکومت مخالف وسلوال دولت پلوه ځواکونو عملیاتو ته غبرګون کې د پوهنې ضد هڅې کوي.

دا اندېښنه په داسې مهال ده چې په وروستیو کې په لوګر کې وسلوالو طالبانو ځینې سیمو کې ښوونځي وتړل.

په دغه ولایت کې ځینې ښوونځي سوځول شوي هم دي.

لوګر کې ځايي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو د ګواښ له امله یې له یکشنبې( د جولای له ۱۵) تر نامعلوم وخت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځي وتړل.

تېره میاشت ننګرهار کې د داعش د ګواښ له امله د ښوونځیو وروستۍ ازموینه وځنډول شوه.

دغه ډول دې ډلې تېره چهارشنبه ننګرهار کې د پوهنې ادارې پر ښاري څانګه ډله ییز برید وکړ، چې له امله یې ۱۱ کارکوونکي ووژل او همدومره نور ټپیان شول.

ورته مطالب