ولسمشر غني: افغان ملت زما ملاتړی دی

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني په غیر مستقیم ډول اشاره وکړه چې راتلونکو ټاکنو کې به نوماند وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غیر مستقیم ډول ومنله چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به نوماند وي، او ټینګار یې وکړ چې افغان ملت یې ملاتړی دی.

ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل که اړتیا پېښه شي، ایتلاف به وکړي، خو دا یې و نه ویل چې له چا سره به ایتلاف کوي.

ولسمشر پر هغو سیاسي ګوندونو هم سخته نیوکه وکړه چې د شنبې پر ورځ یې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي غني وویل، موخه یې خلکو ته خدمت کول دي او په خبره یې همدغه لاره تعقیبوي.

ولسمشر غني په راتلونکو ولسمشریزو کې د خپلې احتمالي نوماندۍ او ایتلافونو په اړه وویل:

"زما ملاتړي افغان ملت دي، هغه هم درې لوی قشرونه لکه ځوانان، ښځې او بې وزله کسان. زما موخه واک نه، بلکې خدمت کول دي چې دا هدف به همداسې مخ ته ځي. د اړتیا وړ ایتلافونه ممکن جوړ شي، دا د خلکو حق دی چې نورې ټلوالې او ډلې جوړې کړي. ټاکنې باید د یوه مشخص او ښکاره بدیل د ټاکلو لپاره وي".

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ په ارګ کې له خبریالانو سره خبرې کولې

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چې د قانون له مخې نژدې کال وروسته باید وشي، تراوسه د نورو نوماندانو درک نه لګیږي.

خو ولسمشر غني وویل، دغه ټاکنې به د افغانستان راتلونکی سیاست لا پیاوړی او روښانه کړي.

د شنبې پر ورځ د ځینو وتلو سیاسي ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړ چې د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره باید راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته شوې نوم لیکنه باطله شي.

دوی همدا رنګه غوښتنه وکړه چې چې ټول رایه ورکوونکي دې له سره په بایومیتریک ډول راجستر شي.

د دې غونډې ګډونوالو، چې د ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني، محمد محقق او باتور دوستم په ګډون ځیني نور کسان هم پکې وو، خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو ټاکنې به تحریم کړي.

خو ولسمشر غني د دوی پر دریځ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډلې د کار لپاره عملي طرحه نه لري. نوموړي وویل:

"میلیارد ښکنځلې کوي. کومه ده د دوی طرحه؟ څلوېښت فیصده چارې د دوی په لاس کې وې. دوی څلوېښتو کلونو کې څه وکړل؟ که څه لرئ واضح بحث ته کینئ. دا چې زه حوصله لرم نو په دې معنی نه ده چې زه ډار لرم. هر څوک حق نه لري چې ووایي د وطن واک لري. دا واک دوی ته چا ورکړی؟ دوی څوک دي چې ټاکنې تحریموي؟"

داسې ښکاري چې افغان حکومت دا مهال په پوځي او سیاسي ډګر کې سخت بوخت دی، او پر وړاندې یې د پام وړ ننګونې هم پرتې دي.

افغان ولسمشر د روانې جګړې د مهارولو لپاره له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي.

نوموړي د دې موخې لپاره د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ لپاره هم هلې ځلې پيل کړي.

خو حکومت په کور د ننه د سیاسي فضا د ثبات لپاره هم هڅې کوي. په همدې لړ کې داسې ګنګوسې دي چې ښایي د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د یو سیاسي جوړجاړي له لارې په نږدې راتلونکي کې هېواد ته راستون شي.

ورته مطالب