کابل کې "ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شو"

Image caption په چاودنې سره لاریونوال له سیمې د وتلو هڅه کوي.

کابل ښار کې پولیس وايي، چې یو ځانمرګی یې موخې ته تر رسېدو مخکې وپېژاند او په نښه یې کړ.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، ځانمرګي غوښتل په شهرینو پارک کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د ملاتړو په مظاهره کې ځان وچوي.

د نوموړي په خبره، ځايي وخت یوولس بجې وې چې ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شو.

ښاغلی ستانکزی دا هم وايي، چې په دې پېښه کې بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځانمرګی ټپي دی، د ملي امنیت روغتون ته وړل شوی دی.

ځینې رپوټونه وايي، چې دوه کسان ټپي شوي دي.

د بي بي سی خبریال شفیع بېک اوغلي چې د مظاهرې پوښښ ته ورغلی و، وايي د چاودنې په غږ سره لاریونوال هم تیت پرک شول.

د ملي جنبش ګوند ځینې ځوانانو شهرینو پارک کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې له مظاهرو د ملاتړ لپاره لاریون کړی و.

ټاکلې وه دا لاریون د ملګرو ملتونو استازۍ ته نږدې په زنبق څلور لارې کې وشي، خو د امنیتي ګواښونو له امله شهرینو پارک ته ولېږدول شو.

لاریونوالو غوښتل چې له دغه پارک د ملګرو ملتونو د دفتر په لور وخوځېږي، خو په یوه دروازه کې یې چاودنې سره لاریون ګډوډ او پای ته ورسېد.

د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا په فاریاب کې د طالبانو ضد د محلي پولیسو قومندان او د جنرال دوستم ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري په نیول کېدو او کابل ته په لېږدولو پسې د نوموړي ملاتړو شمالي ولایتونو کې لاریونونه پیل کړل چې نن تر کابل ورسېدل.