نیکولسن: له طالبانو سره د امریکا د نېغو خبرو په تړاو څرګندونې مې ناسمې تعبیر شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبان له کلونو راهیسې له امریکا سره پر نېغو خبرو ټینګار کوي.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايى قومندان جنرال نيکولسن هغه رپوټونه رد کړي چې وايي نوموړي په کندهار کې د خپل سفر پر مهال ويلي، امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته چمتو ده.

افغانستان کې د ناټو د پرېکند ملاتړ ماموريت له لوري خپره شوې وينا پاڼه کې د ښاغلي نيکولسن په وينا راغلي:

"امريکا د افغانستان د خلکو او يا د افغان حکومت ځايناستې نه ده".

* "پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني طالبان او پوځ دواړه ننګولي"

* دفاع وزارت: د اوربند موده کې ښارونو ته تللي نیمايي طالبان پاتې شوي

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې، له دې مخکې ویل شوي و، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان جان نیکولسن په کندهار کې له افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي و، چې امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو ده.

خو د جان نیکولسن له خولې بیان کې زیاته شوې ده:

"د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پر څرگندونو زما بيا ټينگار و چې ويلي یې و د سولې په خبرو اترو کې د بهرنيو ځواکونو پر برخليک بحث به هم شامل وي او امريکا چمتو ده په دې برخه کې له افغان حکومت، طالبانو او افغانانو سره سولې ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي">

په ورته مهال د دې ماموریت ویاند مارتین ډانیل ویلي چې امریکا د سولې بهیر د پرمختګ لپاره ټولې لارې ارزوي.

"خو دا داسې بهیر دی چې د افغانستان په لارښوونه په وړاندې ځي".

له طالبانو سره د نېغو خبرو غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images

تېره ورځ نيويارک ټايمز په خپل خپاره کړي يوه رپوټ کې ويلي و سپينې ماڼۍ د افغان سولې بهير پيلولو لپاره طالبانو سره د مخامخ خبرو حکم کړى چې په وينا يې گڼو لوړ پوړو افغان او امريکايي چارواکو هم دغه ستراتيژيک بدلون تاييد کړى دى.

د ناټو د پرېکنده ماموريت له خبرپاڼې داسې برېښي چې ښاغلي نيکولسن د نيويارک ټايمز د دغه رپوټ ردولو هڅه نه ده کړې بلکې هغه څه يې ناسم بللي چې ويل کېږي گواکې ده په کندهار کې دې ته ورته څرگندونې کړې دي.

د نیویارک ټایمز په حواله امریکایي ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو سپارښتنه په داسې حال کې کیږي چې د سیمې په کچه د افغان سولې لپاره هڅې زیاتې شوي او ښې بېلګې یې په دې وروستیو کې د سعودي، کابل، ازبکستان او اندونیزیا غونډې یادولی شو.

د دې ورځپاڼې د رپوټ له مخې، په وروستیو کې افغانستان او پاکستان ته د امریکایي چارواکو څو سفرونه هم له طالبانو سره د امرکیا د نېغو خبرو ته د لار برابرولو لپاره شوي دي.

د سیمې په کچه هڅې زیاتول

. د انځور حقوق Reuters
Image caption پخوا تر دې څو ځله طالبانو ویلي چې د جګړې اصلي اړخ یې امریکا ده او دوی د سولې خبرې هم له هغوی سره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اونۍ وړاندې کابل ته سفر درلود او د سوېلي او منځنۍ اسیا چارو کې د نوموړي مرستیاله الیس وېلز هم له افغان او پاکستاني چارواکو سره څو ورځې په خبرو بوخته

نوموړي څو ورځې وړاندې وویل، چې د خبرو لپاره کوم مخ شرط نشته او افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د شتون په ګډون هرڅه له طالبانو سره د خبرو برخه کېدلی شي.

د نیویارک ټایمز له رپوټ وروسته د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته وویل، امریکایي چارواکي به د خبرو پيل او د باور جوړولو فضا ته لاره هواروي.

له امریکا سره نېغې خبرې هغه څه دي چې طالبانو یې هم په وار وار غوښتنه کړې او د نیویارک ټایمز له رپوټ وروسته د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، د امریکا د نوي دریځ په اړه یې یوازې له رسنیو اورېدلي او تر اوسه له دوی سره په دې اړه کومه اړیکه نه ده نیول شوې.

د بل اوربند هڅه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ کابل کې وویل، چې له طالبانو سره نېغو خبرو ته ګډون ته تیارد ي.

له بلې خوا امریکا چاپ والسټریټ جورنال لیکلي، افغان حکومت هڅه کوي لوی اختر کې هم له وسلوالو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

افغان حکومت کوچني اختر کې له طالبانو سره پنځه ورځې اوربند اعلان کړ او مقابل کې دې ډلې هم درې ورځې اوربند وکړ او وسلوال یې ان تر ښارونو لاړل.

والسټریټ جورنال وايي، افغان حکومت هڅه کوي لوی اختر کې په اوربند سره د سولې خبرو ته لار برابره کړي، چې پخپله دوی، امریکا او وسلوال به پکې ښکېل وي.

ورته مطالب