"اسلام؛ که طالبان یې د جنګ حکومت یې د سولې لپاره کارولی شي"

د انځور حقوق OIC
Image caption د اسلامي همکاریو کانفرنس افغان جګړه فتنه وبلله.

ټايمز مجلې "طالبانو اسلام د جگړې وسيلې په توگه وکارۀ او افغانستان يې داسې د سولې لپاره کارولى شي!" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

د مطلب ليکوال د اسلامي همکارۍ سازمان يا ټولنې د سياسي چارو مشر طارق علي بخيط دى.

ليکوال د مکې مکرمې غونډې ته په اشاره وايي په مکه هغه ښار کې چې د نړۍ مسلمانان سره يو ځاى کوي د سولې په تړاو دغه ناسته د افغانستان په څلور لسيزې جگړه کې بې سارې وه.

ليکوال زياتوي ديني مشرتابه د طالبانو په څېر د توندلارو ډلو د اغېز مخنيوي لپاره د جگړې مهم ډگر دى او پخپله طالبان هم په دې پوهېږي، نو ځکه يې د مکې مکرمې غونډه له جوړېدو وړاندې وغندله او اسلام ضد امريکايي پروسه يې وبلله، حال دا چې د کنفرانس کوربانه د اسلامي هېوادونو ټولنه، سعودي عربستان، د مکې امام او د مصر ستر مفتي وو.

ليکوال وايي د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې د نالوستۍ کچه پکې پراخه ده توندلارو تل ځانونه د اسلام اصلي استازي پېژندلي او له ولسونو يې ناوړه گټه پورته کړې.

د ليکوال په باور دوى نه يوازې د افغان ټولنې نظم له منځه وړى چې ان ديني احکام يې هم تحريف کړي.

مطلب کې راغلي دغو توندلارو اسلام د جگړې د وسيلې په توگه کارولى او افغانان او لوېديځ قوتونه په دې کې پاتې راغلي چې دا وسيله ترې وتروړي.

ليکوال وايي دلته د مذهبي مشرانو رول له پامه نشي غورځوېدى، هغوى کولاى شي د عادي افغانانو او هغو وگړو نظر واړوي چې له طالبانو سره له دې امله خواخوږي لري چې په ناسمه داسې انگېري گواکې هغوى يانې طالبان د سيکولر حکومتي ځواکونو پر وړاندې اسلام گټي.

ليکوال وايي د افغان علماو قشر يا پاړکى چې دى يې رښتوني اسلامي عالمان بولي اوس له توندلارو د اسلام د پيغام ورکولو واک بېرته اخلي، نه يوازې په ښارونو بلکې ان په کليو کې هم.

ليکوال په پاى کې وايي اسلام د سولې په مانا دى او اوس به گورو چې سوله هم راوستلى شي.

والسټریټ جورنال:

د انځور حقوق EPA

امریکا چاپ والسټریټ جورنال ورځپانې لیکلي، افغان حکومت هڅه کوي لوی اختر کې هم له وسلوالو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

لوی اختر چې د کوچني اختر په څېر د مسلمانانو لپاره سپېڅلی دی راتلونکی اګسټ کې دی.

والسټریټ جورنال وايي، افغان حکومت هڅه کوي لوی اختر کې په اوربند سره د سولې خبرو ته لار برابره کړي، چې پخپله دوی، امریکا او وسلوال به پکې ښکېل وي.

افغان حکومت کوچني اختر کې له طالبانو سره پنځه ورځې اوربند اعلان کړ او مقابل کې دې ډلې هم درې ورځې اوربند وکړ او وسلوال یې ان تر ښارونو لاړل.

طالبانو پر ولس سربېره ان ځینې سیمو کې له افغان سرتېرو او چارواکو سره اختر ولمانځه.

دا په نږدې ۱۷ کلنه جګړه کې لومړی ځل د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ اوربند و.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز "ټرمپ نړۍ ته وښوده چې د پوتين نوکر يا لاسپوڅى دى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپورکړى.

مطلب وايي که هر څومره مو تمې له دغې سرمشريزې کمې هم وې سخته ده چې د پوتين پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ مريي ډوله چلند ټکان نه وي در کړى.

ليکوال د امريکا په ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو په تړاو د امريکايي ادارو گواښنو ته اشاره کوي او وايي خو ولسمشر ټرمپ د ښاغلي پوتين په ملاتړ ودرېد او امريکايي استخباراتي ادارې يې په دروغ ويلو او د توطيې په نظريو جوړولو تورن کړل.

ليکوال وايي د پوتين او ټرمپ د خبري کنفرانس تر ټولو بده برخه دا وه چې ولسمشر ټرمپ ظاهرا" دې ته سلا و چې د اف. بي. اى پلټونکي کولاى شي له روسانو پوښتنې وکړي او په بدل کې روسان په امريکا کې د د روسيې له منتقدينو پوښتنې گروېږنې کولى شي.

خو د ټرمپ پلويانو بيا دا نيوکې د ټرمپ ضد وگړو د هڅو يوه برخه بللې ده.