"افغانستان کې د کورنۍ منځنی شمېر ۷ ته لوړ شوی"

افغانستان د انځور حقوق AFP
Image caption دا اټکل هم دی چې تر ۲۰۲۵ پورې به د افغانستان د وګړو شمېر ۴۷ میلیون او تر ۲۰۵۰ پورې به څه باندې ۶۰ میلیون ته ورسېږي،

افغان چارواکي وايي په هېواد کې د نفوس چټکې ودې اندېښمن کړي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت تازه موندنو ښودلې چې د افغان کورنۍ د اوسط غړو شمېر هم له اوو کسانو اوښتی. چارواکي وايي د نفوس د مدیريت پر ملي پاليسۍ کار کوي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل:

"په خواشينۍ سره چې د نفوس د ودې کچه مو لوړه شوې. څو کاله وړاندې مو د نفوس د ودې کچه ۲٫۳ سلنه وه او اوس ۲٫۴ سلنه ده. دا د افغانستان په څېر د لږ عايد لرونکي هېواد لپاره د ودې ډېره لوړه اندازه ده."

د افغان وګړو شمېر څه باندې ۳۱ میلیون

د افغانستان وګړشمېرنې ادارې په ۱۳۹۷ کال د وګړو شمېر ۳۱٫۶ میلیون اعلان کړی، چې ۱۶٫۱ میلیون یې سړي او ۱۵٫۵ میلیون یې ښځې دي.

وړاندې دغې ادارې ویلي وو، تر ۵۴ سلنې ډېر افغانان په ۱۳۹۵ کال د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند درلود.

دا شمېرې په دې معنا دي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي میاشت کې تر ۲۰۶۰ افغانیو (تر ۳۰ لږ ډالر) عاید لري.

د افغان وګړو شمېر ۲۷،۵ میلیون اټکل شوی

ولې د افغانستان د نفوسو سرشمېرنه نه کېږي؟

۱۳ ميليونه افغانان د خوړو خونديتوب نه لري

ښاغلي مستور وویل، د افغانستان له ۳۱ میلیون وګړو ۳۴ سلنه یې تر ۱۰ کلونو ټیټ عمرونه لري.

د اقتصاد وزیر زیاته کړه، په هېواد کې د کار کولو جوګه کسانو شمېر ۱۵ میلیون ته رسېږي، چې یوازې ۸٫۴ میلیون یې په کار بوخت دي او ۷٫۲ میلیون وزګار او کابو دوه میلیونه کسان د کار په لټه کې دي.

افغان چارواکي وايي، یوازې ۲۳ سلنه واده شوې مېرمنې د میندوارۍ د مخنیوي له بېلابېلو لارو چارو ګټه اخلي او د کورنۍ تنظیم د میندو او زیږېدونکو ماشومانو د مړینې او یا معیوبېدو مخه نیسي.

د جولای ۱۷مه د وګړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د انځور حقوق UNFPA
Image caption افغانستان کې د نفوس د نړیوال صندوق استازی ډاکټر بنیټ وویل، د کورنۍ تنظیم پلان ژوند ژغوري او دا له مهمو بشري حقونو ګڼل کېږي، چې په افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې مخنیوي کې رغنده رول لوبوي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال احمد جان نعیم وویل، د اټکل له مخې تر ۲۰۷۰ کال پورې به د نړۍ نفوس زښت ډېر زیات شي او افغانستان کې د شمېرو له مخې، هرکال د افغانستان نفوس ته ۶۰۰ زره وګړي وزیاتېږي.

دی وايي، دا اټکل هم دی چې تر ۲۰۲۵ پورې به د افغانستان د وګړو شمېر ۴۷ میلیون او تر ۲۰۵۰ پورې به څه باندې ۶۰ میلیون ته ورسېږي، چې په وینا یې، د ګاونډیو هېوادونو د نفوس ډېرېدو پرتله د وګړو دا کچه چټکه ګڼل کېږي.

ښاغلي نعیم زیاته کړه، د کورنۍ د تنظیم په اړه د عامې روغتیا وزارت د پلان له مخې، تر ۲۰۲۰ پورې د زیږون ترمنځ د واټن رامنځ ته کولو په پار مېرمنو د فاصلې مراعاتول پیل کړي دي.

د ۲۰۱۵ د دیموګرافیک سروې له مخې، هرې مېرمنې پخپل ژوند کې پنځه تر شپږو ماشومان زیږول او واده شوې مېرمنې چې د کورنۍ د تنظیم په اړه پوهاوی لري، یوازې ۲۰ سلنې یې د میندوارۍ د مخنیوي له بېلابېلو مېتودونو ګټه اخیستې ده.

د افغانستان مرکزي احصایه وايي، هره ورځ د اوبو د کچې ټیټېدو شاهدان یو او شاید تر راتلونکو شلو کلونو پورې کابل کې د څښاک پاکې اوبه په سختۍ وموندلې شي.

ددغې ادارې چارواکي وايي، که هره ورځ هر افغان یو لیتر اوبه وسپموي، په حقیقت کې به یې په ورځ کې نژدې دېرش میلیونه لیټره اوبه سپمولې وي.

د مرکزي احصایې د شمېرو له مخې، افغانستان کې د کاري زمینې کمېدل هم د وګړو د شمېر پر ډېروالي پورې اړه لري، ځکه نفوس ډېرېږي او کاري زمینې کمې دي، ځکه چې مسلکي کارکوونکي کم او ظرفیت یې ټیټ دی.

یاده اداره وايي، افغانستان کې کابو ۴۸ سلنه وګړي د کار کولو له عمر ټیټ عمرونه لري، چې پر کاري ځواک یې ډېر فشار اچولی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۵ د دیموګرافیک سروې له مخې، هرې افغان مېرمنې پخپل ژوند کې پنځه تر شپږو ماشومان زیږول

افغانستان کې د نفوس د نړیوال صندوق استازی ډاکټر بنیټ وویل، د کورنۍ تنظیم پلان ژوند ژغوري او دا له مهمو بشري حقونو ګڼل کېږي، چې په افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې مخنیوي کې رغنده رول لوبوي.

ده وویل، په افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو مړینه د سیمې په کچه لاهم لوړه ده. نوموړی وايي، په افغانستان کې هره مېرمن د ۵٫۳ ماشومانو په لرلو سره په سیمه کې د نورو مېرمنو پرتله ډېر ماشومان زیږوي.

په افغانستان کې په وروستي ځل په ۱۳۵۸ کال کې سرشمېرنه وشوه چې د افغانستان دولت یې پایلې بشپړې نه بولي. په دې سرشمېرنه کې د هېواد یواځې ۶۰ سلنه نفوس وشمېرل شول، پاتې برخه یې اټکلي شوه او د افغانستان وګړی د ۱۳ او ۱۴ میلیونو ترمنځ اعلان شو.

دا هم لوستلی شئ:

د نړۍ نفوس اووه ميليارده شو لا څومره نور؟

پاکستان کې د نفوسو شمېر له ۲۰۷ میلیونو ډېر شوی

ورته مطالب