یوناما: افغانستان بايد د جنيوا تر کنفرانس وړاندې رڼې ټاکنې وکړي

تدامیچي د انځور حقوق ARG
Image caption څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) مشري د دولت د همغږۍ کمېټې مشر او افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) کوي.

ملګرو ملتونو نن په کابل کې اعلان وکړ چې په جنیوا کې د افغانستان د پرمختګ نړېوالې ناستې ته بايد افغان حکومت د ټاکنو سربېره، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې په راتلونکو څلورو مياشتو کې څرګندې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازي يماماتو تداميچي دغې څرګندونې د چارشنبې په ورځ (جولای ۱۸مه) کابل کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) په يووېشتمه غونډه کې وکړې.

نوموړي رڼې ټاکنې، اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې، خصوصي سکټور د ښه کېدو لپاره د قوانينو تصويب، د افغان ځواکونو ثبت او بايومټريک بشپړول د افغان حکومت مهمې دندې وبللې چې بايد په کې مالومې لاسته راوړنې ولري.

پتېيل شوې چې د ګڼو هېوادونو د وزيرانو په ګډون جنيوا کنفرانس به د روان کال د نومبر په ۲۳مه جوړ شي چې په کې به په افغانستان کې پراختیا، ټولنيز پرمختګونه او سيمه ييزه همکاري و ارزول شي:

"جنيو کنفرانس موږ ته د دې ځانګړی فرصت راکوي چې تېر پرمختګونو و ارزوو، ننګونې ومنو او د بدلونونو راتلونکې لسيزې ته پروګرامونه جوړ کړو، د جنيو وزیرانو کنفرانس مالومات ورکړي چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پرمختګ وکړي."

کابل کې د همغږۍ او څار غونډه

د څارنې او همغږۍ دا غونډې په افغانستان کې د مرسته شويو پيسو د څار او ارزونې په موخه له تېرو دوولسو کلونو راهيسې هر کال یو یا دوه ځل جوړېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته وويل د افغان حکومت په هر سکتور کې بدلونونه راغلي او د اصلاحاتو بنسټ يې اېښودل شوی دی.

ښاغلي غني زياته کړه، تېر لس کلونه د نړۍ هېوادونو ډېرې ستونزې لرلې، خو افغانستان سره یې مرستې وکړې. ده همدا راز وويل د جنيو کنفرانس کې به د افغانستان د ځان بسيا کېدو زېري ولري:

"زه تاسو ته ډاډه درکوم چې د جنيو په کنفرانس کې به د ښه کېدو نوې خبرې ولرو، چې افغانستان څنګه وکولی شي نه يواځې خپل مسووليتونه سرته ورسوي، بلکې يو ښه غښتلی اقتصاد يې لرلی وي، مرستندویه هېوادونه به وګوري چې د دوی مرستې پر ځای لګېدلي او افغانستان ته ترانزيت او سوداګري راوړي."

د دې غونډې په څنډه کې د افغان ولسمشر ډېرې خبرې په افغان سولې ور ټولې وې. ولسمشر غني وويل، دی هيله من دی چې له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره سوله وکړي:

"ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی، د دې په ځای چې د انتخاباتو وروسته سوله وکړو؛ ولې همدا اوس یې نه کوو."

د څارنې او همغږۍ د دغو غونډو وروستۍ يوه هغه يې د تېر کال ۲۰۱۷ په جولای کې وشوه، چې د افغانستان په امنيتي ارګانونو کې د سمونونو، رڼو ټاکنو او په دې هېواد کې خلکو ته کارموندلو برخه کې اسانتياوې يې مهمې موخې ټاکل شوې وې.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته وويل د افغان حکومت په هر سکتور کې بدلونونه راغلي او د اصلاحاتو بنسټ يې اېښودل شوی دی.

که څه هم افغان حکومت وايي، دغو موخو ته رسېدلي، خو څارونکي نيوکه کوي چې افغان حکومت په دې ناسته کې ټاکل شوې ټولې موخې نه دي ترلاسه کړي، نو په راتلونکي څلورو میاشتو کې د فساد ضد مبارزه کې مالومه لاسته راوړنه او رڼې او عادلانه ټاکنې کول افغانستان ته سخته ده چې په دومره کمه موده کې یې ترسره کړي.

د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ په ۲۰۰۶ ز کال په لندن کې د منل شويو مرستو د پلي کېدو د همغږۍ لپاره رامنځته شوی دی.

ياد بورډ د ستراتيژيکې همغږۍ ګډه تګلاره او ستونزو ته د هواري طرحې جوړوي. دغه بورډ افغان دولت او نړېوالو ملګرو ترمنځ د دوه اړخېزو مرستو حساب ورکول باوري کوي.

د یاد بورډ مشري د دولت د همغږۍ کمېټې مشر او افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) کوي.

ورته مطالب