د ټاکنو خپلواک کمیسیون: 'د ټاکنو د نېټې بدلولو شونتیا نه شته'

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سربېره، نن په یوه غونډه کې افغان ولسمشر غني هم په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون سربېره، نن په یوه غونډه کې افغان ولسمشر غني هم په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ټاکنې به پر خپل وخت یعنې د راتلونکې تلې/میزان پر ۲۸مه ترسره شي چې د نېټې د بدلون شونتیا یې نه شته.

دغه کمیسیون په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګني د ۹ میلیونه رایو ورکونکو شمېر کې درغلې شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو اعلان شویو شمېرو او د ټاکنو بهیر پر روڼتیا ټینګار وکړ.

دغه کمیسیون د یو شمېر سیاسي ګوندونو رووستیو نیوکو په غبرګون کې وویل، چې د کره معلوماتو او ثبوت پر بنسټ باید نیوکې وکړي.

دوی وايي، هغه شمېرې یې چې اعلان کړې د سیستم له مخې هر سټیکر څارلی شي او دا یې رد کړه چې بازار کې پلورل شوي.

د ټاکنو کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي، اوس ناممکنه ده چې د ټاکنو په نېټه او قانون کې بدلون راشي او دوی خپلې چارې د همدې قانون له مخې ترسره کوي.

ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او باتور دوستم د هغو ګوندونو او غونډې غړي وو چې د ټاکنو د روان بهیر درولو غوښتنه کړې وه.

یوناما: افغانستان بايد د جنيوا تر کنفرانس وړاندې رڼې ټاکنې وکړي

"د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي"

"په غزني کې حوزوي ټاکنې د قانون خلاف کار دی"

دوی له کمیسیونه غوښتي و چې شوې نوملیکنه دې باطله اعلان کړي او د اعلان شویو شاوخوا نهه میلیونو رایه ورکونکو په شمېر یې هم شک ښودلی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سربېره، نن په یوه غونډه کې افغان ولسمشر غني هم په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ.

د ټاکنو د روڼتیا څار ادارې مشر نعیم ایوبي زاده بیا وايي، د نوملیکنې بهیر پروړاندې ننګونې کمې نه وې، خو شوې نیوکې او ادعاوې باید په کلکه وڅېړلې شي.

د دې ترڅنګ نا امني او په غزني کې د حوزوي ټاکنو پر سر د خلکو ترمنځ ناجوړجاړی د ټاکنو کمیسیون پروړاندې له نورو هغو خنډونو څخه دي چې د ټاکنو بهیر ننګوي.

د ټاکنو کمیسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي، که د ناامنیو له کبله ځینې ولسوالۍ له ټاکنو پاتې هم شي په هر حالت کې به ټاکنې ترسره کوي.

ښاغلي هاشمي د غزني وګړو ته دا خبرداری هم ورکړ چې خپل منځ کې سره جوړ شي، که نه هره ورځ ځنډ به د تلې پر ۲۸مه غزني کې د ټاکنو نه ترسره کېدو لامل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي، اوس ناممکنه ده چې د ټاکنو په نېټه او قانون کې بدلون راشي او دوی خپلې چارې د همدې قانون له مخې ترسره کوي.

ده وویل، که دا حالت رامنځ ته شي، نو د قانون له مخې به دوی ځانګړې کمیټې ته مخه کړي چې د غزني د ټاکنو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې، د ټاکنو کمیسیون له حکومته په کلکه وغوښتل، چې د مخکېني سپارل شوي لیست له منځه ژر تر ژره د دارالانشا مشر ورته وټاکي چې په وینا یې د نه شتون له کبله یې په چارو کې تشه رامنځ ته شوې ده.

ورته مطالب